ټرمپ: باور نه لرم چې چین او روسیه دې له ایران سره همکاري ولري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د "افراطي کیڼ اړخو او لونیانو" څخه اوري چې چین او روسیه په جګړه کې د ایران سره همکاري کوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۲مه] د ټروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره دغه ډول تبصرې رد کړي او ویلي چې هېڅ ګمان نه کوي چې بیجینګ او مسکو دې د تهران نه ملاتړ وکړي.

ټرمپ زیاته کړه: "که داسې وي، نو دا په ډېر ټیټه کچه ده، خو زه بیخي باور نه لرم چې دوی داسې کوي. دوی ډېر څه د له لاسه ورکولو لپاره لري او موږ به ډېر ژر په دې اړه خبرېږو!"

له بلې خوا، اوهایو کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال د متحدو ایالتونو ولسمشر يو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او جګړه به ژر پاي ته ورسېږي.

ټرمپ وویل: تاسې په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړۍ درجه دولتي ملاتړي ته اجازه نه شئ ورکولی چې اټومي وسلې ولري."

د ایران دولتي رسنیو د همدې اونۍ په پیل کې دغه هېواد د ملي امنیت د شورا د مشر محسن رضايي په حواله خبر ورکړی چې د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو په تړاو د واشنګټن ځواب "ناکافي" و.

په همدې حال کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په قطر کې د سه شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۳مه] په دوحه کې یوې غونډې ته ویلي چې په فارس خلیج کې باید د امنیت لپاره ډېره هڅه وشي.

قطر په سیمه کې د منځګړو نه دی چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د جوړجاړي لپاره هڅه کوي.

قطري امیر زیاته کړې چې خبرو اترو او یوې سولې ییزې حل لارې ته د رسېدو لپاره د قطر کوښښونه پدې معني نه دي چې د هېواد دفاع له پامه وغورځول شي.