ولسمشر ټرمپ: مونږ ایران څارو او یو ستر ځواک د ایران په لور روان دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په۲۲مه له سویس نه امریکا ته د ستنېدو په مهال په الوتکې کې خبریالانو ته وویل: "موږ ایران څارو."

"ټولې کښتۍ په احتیاطي توګه هغه لوري ته روانې دي. د پوځي کښتیو یوه ټولۍ هغې خوا ته روانه ده. او موږ به وګورو چې څه پیښیږي ..."

ولسمشر زیاته کړه " یو سترځواک دایران په لور روان دی. زه غوره ګڼم چې څه پیښ نشي. خو موږ دوی ډیر له نږدې څارو."

ولسمشر ټرمپ وویل: "ما د پنجشنبې په ورځ د۸۳۷ کسانو په دار ځړولو مخه ونیوله. ټول به مړه شوي وای. ټول به اعدام شوي وای، د زرو کلونو مخکې په شان. او ما وویل که تاسو دوی اعدام کړئ، نو تاسو به د پخوا په پرتله ډیره سخته ضربه وګورئ. هغه څه چې موږ په ایران کې د اټومي تاسیساتو سره وکړل [د دې اقدام په مقابل کې] د "مومپلۍ" په څیر ښکاره شي."

ولسمشر وویل "دوی دا کار د دې ناوړې پیښې څخه یو ساعت مخکې لغوه کړ. دوی [ایران] وویل چې دا کار لغوه کوي، دوی [ایران] دا ونه ویل چې هغه ځنډوي، نو دا یوه ښه نښه ده. خو موږ د بېړیو یوه لویه ټولۍ لرو چې ورته په لاره روانه ده. موږ ښایي د دې کارولو ته اړتیا ونلرو. موږ به وګورو."

تېره اونۍ، ټرمپ په عامه توګه د ایران په مشرتابه کې د بدلون غوښتنه وکړه، او د ایران مذهبي مشرعلي خامنه ای یې په دې تورن کړ چې "هیواد یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی او په داسې کچه یې تاوتریخوالی کارولی چې مخکې یې هیڅکله نه و لیدل شوی."

ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په مراسمو کې د منځني ختیځ د سولې په اړه د خبرو په مهال وویل: "ایران غواړي خبرې وکړي، او موږ به خبرې وکړو."