ټرمپ: 'پرېکړه' شوې چې ایران به د اټومي وسلو خاوند نه شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې ایران به اټومي وسلې ونه لري.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۵مه] په نبراسکا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ډاګه کړې چې "پرېکړه شوې" ایران ته د اټومي وسلو د لرلو او ترلاسه کولو اجازه ورنکړل شي.

ټرمپ پدې بیان چې تهران پر دې موضوع پوهېږې ټینګار وکړ چې د ایران جګړه به ژر پای ته ورسېږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل: "موږ به اجازه ورنکړو چې ویې لري [اټومي وسلې] او ترلاسه به یې نه کړي؛ پدې پرېکړه شوې. هغوی [ایران] به اټومي وسله ترلاسه نه کړي، هغوی په دې پوهیږي."

ولسمشر ټرمپ د هرمز تنګي محاصره ګټوره بللې او ډاډ یې ورکړی چې د ایران سره د جګړې په ختمېدو به په بازارونو کې د تېلو بېې راولوېږي.

په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي چې له ایران سره مستقیمو خبرواترو ته چمتو دی.

د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني دفتر لیکي چې قطري امیر د سه شنبې په ورځ [اکټوبر ۶مه] د ایران د کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني سره کتلي دي.

د قطر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې دواړو لوریو پر سیمه ییزو تحولاتو او د تاوتریخوالي د کمولو پر هغو هڅو خبرې وکړې چې کولای شي د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.

تردې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې پر تهران د نویو بندیزونو لګول به ګټور نه وي ځکه چې جګړې ته پوځي حل لاره نشته او یوازې ډېپلوماسي کولی شي شخړه پای ته ورسوي.