ټرمپ د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې څخه د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۵مه په سپینې ماڼۍ کې د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو کوربه و چې له هغې نه یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. ماچادو دا جایزه په دسمبر میاشت کې ترلاسه کړې وه.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې ولیکل، "نن زما لپاره د ویاړ ځای و چې د وینزویلا له ماریا کورینا ماچادو سره مې ولیدل. هغه یوه فوق العاده ښځه ده چې له ډیرو ستونزو تیره شوې ده."

ولسمشر زیاته کړه: "ماريا ماته زما د کار له کبله د نوبل د سولې جايزه راکړه. دا د متقابل درناوي څومره ښه بیلګه ده. مننه، ماریا!"

ماچادو مخکې خپله جایزه د وینزویلا د ملاتړ لپاره ټرمپ ته ډالۍ کړې وه، او د پنجشنبې په ورځ یې وویل چې ماچادو دا جایزه هغه ته د "زموږ د ازادۍ سره د [ټرمپ] د بې ساري ژمنې د تصدیق" په توګه ډالۍ کړه.

ماچادو په سپینې ماڼۍ کې له ټرمپ سره له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د وینزویلا خلک په ولسمشر ټرمپ "باور" کوي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د وینزویلا د احتمالي مشرې په توګه د ماچادو په اړه د ټرمپ نظر "په دې وخت کې" بدل شوی نه دی.

ولسمشر ټرمپ، د جنوري په درېیمه، کله چې د وینزویلا دیکتاتور نیکولاس مادورو د متحدو ایالتونو د ځواکونو لخوا ونیول شو - وویل: "زه فکر کوم چې د هغې [ماچادو] لپاره به ډیره سخته وي چې مشره شي.

هغه په هیواد کې نه ملاتړ لري او نه هم درناوی. هغه یوه ډیره ښه ښځه ده، خو هغسې چې ضرور دی، درناوی نه ورته کېږي.

د امریکا حکومت د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته تایید کړه چې د وینزویلا د تیلو لومړی پلور یې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت بشپړ کړی او ویلي یې دي چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې د نور پلور تمه کیږي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ ژمن دی چې په وینزویلا کې دیموکراتیکې ټاکنې ترسره شي ځکه چې متحدو ایالتونو د هغه هیواد سره د ثبات په بیرته ټینګولو او د کلونو د دیکتاتوري واکمنۍ او د اقتصادي بندیزونو څخه د خلاصون لپاره مرسته کوي.