د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ د نوامبر ۲۱مه په سپینې ماڼۍکې د نیویارک له منتخب ښاروال زهران ممداني سره وګوري.
ممداني ځان یو سوسیال ډیموکرات بولي، خو ولسمشر ټرمپ هغه یو کمونیست بللی دی.
ولسمشر ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې ولیکل: "د نیویارک ښار کمونیست ښاروال زهران 'کوامه' ممداني د غونډې غوښتنه کړې ده. موږ موافقه کړې چې د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه د امریکا د ولسمشر کاري دفتر کې سره ووینو."
د زهران ممداني ویاندې ډورا پیک د جمعې د ورځې له غونډې مخکې وویل چې نوی ښاروال پلان لري چې "د عامه امنیت، اقتصادي امنیت او د لګښتونو د کمولو اجنډا وړاندې کړي چې دوه اونۍ دمخه یې د نیویارک د څه باندې یو میلیون خلکو ورته رایه ورکړې وه."
۳۴ کلن ممداني د نیویارک ښار د کوینز د سیمې د ایالتي قانون جوړونکي په توګه کار کاوه. هغه د "مصارفو د توان" affordability په مسله باندې متمرکز کمپاین سره شهرت ته ورسید او د دې میاشتې په پیل کې د ښاروال په توګه وټاکل شو.
هغه به د جنورۍ په میاشت کې د لومړي هندي الاصله مسلمان ښاروال په توګه دنده پيل کړي.
ټرمپ په وار وار ممداني کمونیست بللی او د ټاکنو څخه مخکې یې په ټروت سوشل کې ویلي وو: "که کمونیست نوماند زهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټي، نو دا به ډیر ناشونی وي چې زه به د خپل ګران لومړي کور (نیویارک) لپاره د فدرالي بودجې څخه ورته د اړتیا وړ مقدار څخه ډیره مرسته وکړم."
خو، ولسمشر ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل، "موږ غواړو چې نیویارک بریالی وي. شاید موږ به ورسره لږ څه مرسته وکړو."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ او ممداني د لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "ولسمشر ټرمپ له هر چا سره ګوري او خبرې کولو ته لیواله دی او هغه هڅه کوي چې د امریکا د خلکو په استازیتوب هغه څه وکړي چې سم وي."