د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي هغه «ستر سمندري ځواک» چې د ایران پر لور لېږل شوی، د اړتیا په صورت کې په بشپړ «سرعت او شدت» سره د عمل لپاره چمتو دی. دا خبره هغه د اسلامپاله رژیم لهخوا د مذهبي واکمنۍ پر ضد د ولسي پاڅون د سخت او وحشیانه ځپلو په غبرګون کې کړې ده.
دا تر اوسه د روانې میاشتې له پیل راهیسې د ایران رژیم ته د ټرمپ تر ټولو شدید او په زغرده خبرداری دی. هغه د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۸مه په ټروت سوشیل کې ولیکل چې «ستر سمندري ځواک ... په چټکۍ، له عظیم ځواک، لیوالتیا او یوه روښانه هدف سره د ایران پر لور روان دی».
ټرمپ وویل چې د امریکا سمندري بېړۍ، چې مشري یې د الوتکو لېږدونکې بېړۍ USS Abraham Lincoln کوي، له هغې بېړۍ څخه هم لا لویه ده چې تازه وینزویلا ته استول شوې وه. هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي دا ځواک «چمتو، لیواله او قادر دی چې خپله دنده په چټکۍ او پوره شدت سره ترسره کړي، ».
ټرمپ له څو اونیو راهیسې د ایران رژیم ته خبرداری ورکاوه چې د هغو مظاهرهکونکو ډلهییزې وژنې ودروي چې د دسمبر په ۲۸مه یې پاڅون پیل کړی و. هغه دا هم ویلي چې د ایران رژیم کړنې څاري څو وګوري ایا هغه ژمنه عملي کوي که نه، چې د ولسمشر په وینا، د سلګونو نورو مخالفینو د پلان شویو اعدامونو د لغوه کولو په تړاو شوې وه.
په خپل وروستي ټروت سوشیل پوسټ کې، ټرمپ وویل چې د هغه غوښتنې یوازې د مظاهرهکونکو په وړاندې چلند پورې محدودې نه دي. هغه ولیکل: «هیله ده ایران ژر تر ژره ‘د خبرو مېز ته راشي’ او یو عادلانه او منصفانه تړون وکړي، او هغه دا چې هېڅ اټومي وسلې به نلري، داسې تړون چې د ټولو اړخونو لپاره ښه وي».
ټرمپ د تېر کال په جون کې پر ایران هغه پوځي برید ته هم اشاره وکړه چې پخپله ده یې د ایران د اټومي وسلو د پراختیايي مرکزونو د له منځه وړلو لپاره امر کړی و. هغه وویل: «وخت په ختمېدو دی، دا رښتیا هم ډېر مهم دی! لکه څنګه چې ما ایران ته مخکې ویلي وو، تړون وکړئ! هغوی ونه کړ، او بیا ‘د نیمې شپې چکش عملیات ترسره شول، چې د ایران لپاره لویه بربادي وه. بل برید به تر دې ډېر بد وي! مه پرېږدئ چې دا بیا تکرار شي».
ټرمپ د سهشنبې په ورځ په ایوا ایالت کې یوې سیاسي غونډې ته په وینا کې وویل چې دا سمندري ځواک «همدا اوس په ښکلي انداز د ایران پر لور روان دی» او هیله یې وښوده چې رژیم به له امریکا سره تړون وکړي.