په امریکا کې د دفاعي تجهیزاتو او بېړیو د تولید دپاره لویه پانګونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د اکتوبر پر شپږمه، وویل چې متحده ایالتونه به په مېرېلنډ کې د دفاعي بېړیو په یوه نوې فابریکه کې ۴۰ سلنه ونډه ولري.

د دفاعي ټکنالوژۍ شرکت اېنډوریل د سې شنبې په ورځ په مېرېلنډ کې د ۳ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې نوې بېړۍ جوړولو کارخونې د جوړولو پلان اعلان کړ.

تمه ده چې دغه پروژه شاوخوا درې زره او سل کاري فرصتونه رامنځته کړي او د امریکا له سمندري ځواک سره به د ۲ اعشاریه ۹ میلیارد ډالرو له یوه قرارداد ولري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ګډون وکړ او ویې ویل چې دا پانګونه د هغه د ادارې د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د امریکا د بېړۍ جوړولو ظرفیت او پوځي ځواک پیاوړی کړي.

هغه وویل:« د امریکا دا ځواک بې له وېرې، باوري او ستراتیژیک استعمال دا ښيي چې ولې موږ د بېړۍ جوړونې راتلونکې صنعت او سمندري ځواک لپاره دومره زیاته پانګونه کوو.» هغه زیاته کړه چې: «موږ غواړو چې د راتلونکو ټولو نسلونو لپاره د امریکا بې ساری ظرفیت او د عمل ازادي خوندي وساتو.»

ولسمشر ټرمپ د دفاعي بودیجی په برخه کی زیاتوالي ته په اشارې وویل چې په ویاړ سره یې د دفاع په برخه کې د تاریخ تر ټولو ستره بودیجه په قانون بدله کړه.

هغه دا هم وویل چې سږ کال به دا یو نیم ټریلیون ډالرو ته ورسېږي. هغه وویل نه غواړي له وخته مخکې خبرې وکړي، خو له یو ټریلیون ډالرو به ور واوړي او ۱ اعشاریه ۵ ټریلیون ډالرو ته به ورسېږي.

تمه ده چې د مېرېلنډ دغه پروژه به زرګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي او په امریکا کې به د دفاعي تجهیزاتو او بېړیو د تولید ظرفیت نور هم لوړ کړي.