ټرمپ د انتاریو جهيل د 'امريکا جهيل' ونوماوه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د انتاریو جهيل د "امريکا جهيل" ونوماوه او ویې ویل چې ده ددغه بدلون په اړه له ډېرې مودې راپدې خوا فکر کاوه.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۷مه] په سپینې ماڼۍ کې د فرمان د لاسلیکولو پر مهال وویل: "موږ به د انتاریو جهيل نوم سمدستي د امريکا جهيل ته بدل کړو. دا به همدا اوس ترسره شي."

ولسمشر ټرمپ د همدې اونۍ په ترڅ کې د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې متحده ایالتونه د نوم بدلولو پر موضوع "جدي غور" کوي او یوه نقشه یې خپره کړې وه چې په هغه کې د "انتاریو جهيل" پر نوم سور خط کښل شوی و.
د کاناډا پر سوداګریزو توکو د ۵۰ سلنې تعرفې تر لګولو وروسته، دا د کاناډا په تړاو د ولسمشر ټرمپ تر ټولو تازه اقدام بلل کېږي.

د انتاریو جهيل چې لدې وروسته به د امریکا جهیل یادېږې، د شمالي امريکا له پنځو سترو جهيلونو څخه يو دی. دغه جهیل له شمال، لویدیځ او سوېل لویدیځ څخه د کاناډا د انتاریو ولایت او له سوېل او ختیځ څخه د متحدو ایالتونو د نیویارک ایالت سره تړلی دی.

ولسمشر ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې کاناډا ته د څه ډول پيغام د استولو نیت لري، وویل: "پیغام نشته. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، کاناډا له ډېرې مودې راهیسې له موږ سره په سوداګرۍ کې ناانصافي کوي. حتی په پوځي برخه کې هم. تاسو پوهیږئ، موږ کاناډا وړیا ساتو. موږ ته هیڅ نه راکوي. دوی موږ ته د کاناډا د ساتنې لپاره پیسې نه راکوي خو موږ بیا هم کاناډا ساتو. او دوی په دې پوهیږي."

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل چې د انتاریو د جهيل نوم څه باندې ۴۰۰ کاله لرغونتیا لري.

کارني د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې کاناډا پوهېږي چې "امریکا بدلیږي، د هغوی سوداګریزې اړیکې، بهرنۍ پالیسۍ، ملي یادګارونه، او د اوبو نومونه."

د لاسلیک شوي فرمان له مخې، د متحدو ایالتونو د کورنیو چارو وزیر ډګ برګم ته لارښوونه شوې چې د جهیل نوی نوم د جغرافیایي نومونو د معلوماتو په سیسټم کې ورزیات کړي.