ولسمشر ټرمپ سارا راجرز د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې مشرۍ ته نومانده کړه

د بهرنیو چارو وزارت د عامه دپلوماسي د برخې مرستیاله وزیره سارا راجرز

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت د عامه دپلوماسي د برخې مرستیاله وزیره سارا راجرز د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې (USAGM) مشرۍ ته نومانده کړې ده. دغه اداره امریکا غږ او نورې خبرې شبکې څاري.

راجرز د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «زه ویاړم او له ولسمشر ټرمپ څخه ډېره خوشحاله یم چې د متحدو ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې رهبرۍ ته یې نومانده کړم- که تائید شي، له دې سره به همهاله [دا موقف] هم مخې ته وړم. زه لیواله یم چې پیل یې کړم او له کانګرس سره تعامل ته سترګې په لار یم.»

هغې یادونه کړې ده چې «حقیقت ویل او په تړلیو ټولنو کې د سانسور مخنیوی زما لپاره حیاتي دلایل دي. دا د بهرنیو چارو وزارت لپاره حیاتي دندې دي. د همدغو حیاتي دلایلو له کبله امریکا د خصوصي رسنیو د غوړېدو په مهال هم په USAGM کې رسنۍ تمویلوي».

سارا راجرز د متحدو ایالتونو د سنا تائیدۍ ته منتظره ده او تر هغه وخت پورې به د بهرنیو چارو وزارت د مدیریت او بشري سرچېنو د برخې مرستیال وزیر مایکل رایګاس د USAGM سرپرست مشر وي او کاري لېګ به د مرستیالې په توګه دنده مخې ته وړي.

سارا راجرز د ریګاس او لیک په اړه وویل چې «زه د هغوی د انرژۍ او ژمنتیا ستاینه کوم او منتظره یم چې USAGM له ټول ټیم سره ووینم».

د متحدو ایالتونو د نړیوالیو رسنیو اداره (USAGM) د امریکا غږ په ګډون د کیوبا خبري څانګې، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو، ازادې اسیا، منځني ختیځ د رسنیو د شبکې او ازادۍ تکنالوژۍ د صندوق څارنه کوي.