ولسمشر ټرمپ په فلیپین کې: له ایران سره په جګړې کې ډېر ښه پرمختګ کوو

متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د (نومبر۱۸مه) د فلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس جونیر سره په لېدنه کې وویل چې هیواد یې له ایران سره په جګړه کې ډېر ښه پرمختګ کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "په نرمه ژبه، موږ په ایران کې ډېر ښه پرمختګ کوو. هغوی نور سمندري ځواک نه لري، هوايي ځواک نه لري او په ټوله کې هېڅ هم نه لري. "

د متحدو ایالتونو ولسمشر په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د تاریخي او ستراتیژیکو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا او فلیپین له پخوا راهیسې نږدې اړیکې لري او د دواړو هیوادونو سرتېرو د ازادۍ او ملي حاکمیت د دفاع لپاره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده. د هغه په وینا، دغه اړیکې د ګډ تاریخ، ګډو ارزښتونو او متقابلو ګټو پر بنسټ رامنځته شوې دي.

ښاغلي ټرمپ د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي او دفاعي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکا له فلیپین سره د پوځي مرستو د زیاتولو ملاتړ کړی او د څه باندې پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت یې د پوځي وسلو پلور منظور کړی دی.

هغه زیاته کړه چې امریکا د پوځي تجهیزاتو د تولید لپاره د خپلو فابریکو او تولیدي ظرفیتونو د پراختیا په حال کې ده، څو وکولای شي د خپلو متحدینو غوښتنې په چټکۍ سره پوره کړي.

هغه همدارنګه د امریکا، فلیپین او جاپان په همکارۍ د لوزون اقتصادي دهلېز د جوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې پروژې موخه د همفکره هیوادونو له لوري د شاوخوا ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونې راجلبول دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې هیواد به یې د فلیپین د مهمو اقتصادي صنایعو د پیاوړتیا او اقتصادي امنیت په برخه کې له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ په دې وروستیو کې یوه ډېره لویه سوداګریزه هوکړه وروستۍ کړې ده؛ دا تر اوسه زموږ تر ټولو لویه سوداګریزه هوکړه ده او له شک پرته، زموږ له ټولو پخوانیو هوکړو څخه لویه ده. دغه هوکړه د دواړو هیوادونو لپاره عادلانه ده او موږ ترې ډېر خوښ یو. "

ولسمشر ټرمپ دغه هوکړه د دواړو هیوادونو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: "نن د ولسمشر مارکوس او زما په مشرۍ په ویاړ اعلانوم چې د امریکا متحده ایالتونه او فلیپین ترمنځ اتحاد تر بل هر وخت پیاوړی کوو، په ځانګړې توګه د دې سوداګریزې هوکړې په وروستي کېدو سره. "

د انرژۍ په اړه ولسمشر ټرمپ د امریکا د انرژۍ د پراخ ظرفیت او د دغه هیواد د اټومي انرژۍ په صنعت کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا چمتو ده له فلیپین سره د ملکي اټومي ټکنالوژۍ د کارونې په برخه کې همکاري وکړي.

ټرمپ زیاته کړه چې امریکا د پرمختللو دفاعي او پوځي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې یوازې له خپلو دوستو هیوادونو سره همکاري کوي. هغه وویل چې واشنګټن به د فلیپین د خلکو ترڅنګ ولاړ وي، لکه څنګه چې په تېرو نسلونو کې هم د دغه هیواد متحد پاتې شوی دی.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو او فلیپین ترمنځ اړیکه یوه ارزښتناکه او ځانګړې اړیکه ده. زموږ اتحاد، چې د ازادۍ پر ګډې مینې ولاړ دی، د نسلونو په اوږدو کې ثابت شوی دی. دا هغه اتحاد دی چې په سختو جګړو کې لا پیاوړی شوی او د خپلو ټولو خلکو د سوکالۍ او سولې لپاره زموږ د ګډې ژمنې له لارې دوام مومي. موږ په تېر وخت کې ډېرې ښې همکارۍ لرلې او اوس تر بل هر وخت ښه همکاري کوو. "

ولسمشر ټرمپ د امریکا، جاپان، هند او اسټرالیا د مشرانو په ګډون د (کواد ) په څلور اړخیزه غونډه او همدارنګه د فلیپین له ولسمشر فردینند مارکوس جونیر سره تر دوه اړخیزې لیدنې وروسته، د چین شنژن ښار ته روان شو.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ په شنژن ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپېک) په غونډه کې ګډون وکړي او د پنجشنبې په ورځ لومړی له شي جین‌پینګ سره دوه اړخیزه لېدنه ولري او وروسته د امریکا، چین او روسیې د مشرانو په لومړۍ درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.