د امریکا د متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۲مه] په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن پر تهران سخت ګوزار کړي او ښايی "لږ نور هم" وکړي.
ټرمپ په ایوا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته له روانېدو مخکې وویل چې واشنګټن نشي کولی تهران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورکړي.
ایوا ایالت ته له رسېدو سره سم ولسمشر ټرمپ په یوې ټاکنیزې غونډې کې وینا وکړه او ایران ته یې په اشارې وویل چې روانه شخړه به په یو یا بل ډول پای ته ورسېږي.
هغه وویل چې متحدو ایالتونو د ایران د لومړۍ او دویمې درجې مشران، او همدارنګه د دریمې درجې یو شمېر شخصیتونه له منځه وړي دي. ټرمپ په ټوکو زیاته کړه چې اوس د خبرو اترو لپاره په ایران کې هېڅوک نه دي پاتې.
ټرمپ وویل: "ستونزه دا ده چې موږ د هغوی مشران له منځه وړي دي؛ د هغوی لوړپوړي مشران. موږ لوړپوړي کسان له منځه یوړل او هغوی نور نشته."
هغه زیاته کړه: "زما تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې هېڅوک نه غواړي د ایران ولسمشر شي."
ټرمپ د ایران چارواکي 'لیوني' هم وبلل او ویې ویل: "زه له هغوی سره اخته یم. هغوي سره اخته یم. دا خلک سخت لیوني دي. ما هغوی ته وویل: تاسو لیوني یاست... هغوی لیوني دي."