د دموکراتانو د مقرراتو د پلان سربېره ولسمشر ټرمپ د  زبر ځېرکتیا د حمایت ژمنه وکړه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (نومبر شپږمه) د خپل ټروټ سوشل په حساب کې د هغو ایالاتونو سره خپل ملاتړ اعلان کړیدی چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللې بڼه زبر ځیرکتیا د ودې دپاره کار کوي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره پس له هغې کړیده چې د امریکا په منځمهالو انتخاباتو د دیموکرات ګوند کامیابي اعلان شو، دیموکراتان وايي چې دوي به مصنوعي ځیرکتیا د صعنت د تنظیمولو دپاره په مرکزي سویه کار کوي .

ولسمشر ټرمپ د خپل ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي: «د ولسمشر په توګه زه د زبر ځیرکتیا ملاتړ کوم او د هغو ګڼو ایالتونو سره به کار کوم چې غواړي په دې ډګر کې ځان غني کړي. دا نوې تکنالوژي په مثال د طلا ده او ناپوه قیادت به یې د غني کولو مخالفت کوي.»

د مصنوعي ځیرکتیا په ساحه کې د کار کونکو شرکتونو اسهامو هغه وخت تاوان ولید چې کله پانګوالو ته دا انديښنه پیدا شوه چې راروانو ورځو کې به د ایالتونو په سویه مصنوعي ځیرکتیا د بندیزونو سره مخ شي.

د امریکا په منځمهالو انتخاباتو کې ټیکساس ، اوهایو او جارجیا ایالتونو د نوو منتخب شو والیانو په شمول د یو شمیر نورو ایالتونو والیانو هم د انتخاباتو کمپاین کې ویلي وو چې دوي به خپلو ایالتونو کې مصنوعي ځیرکتیا په شرکتونو قوانین سختوي . ولسمشر ټرمپ د اسهامو د بازار د راغوځيدو په اړه خپله ټولنیزه شبکه ټروت کې لیکلي چې دا اسهامو د تاریخ یو بد زوال دی او مسولیت ېې د دیموکراتانو په غاړه دی .