د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به "ډیر ژر" له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې هغه پر روسیې باندې د متحدو ایالتونو د حکومت د نورو بندیزونو د لګولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده، او د ټرمپ په مشرۍ د ادارې د هڅو سره سره، کیف او مسکو لا تر اوسه نه دي توانیدلي چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او اوربند ته غاړه کیږدي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ په اوکراین کې د سولې په لور د پرمختګ د نشتوالي له امله په زیاتیدونکې توګه مایوسه شوی دی.
ښاغلي ټرمپ په وار وار ویلي چې د روسیې او اوکراین د جګړې بندول د هغه څه په پرتله ډیر ستونزمن وو چې په پیل کې یې فکر کاوه.
ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۷مه، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د موافقې په وړاندې د لویو خنډونو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ډېرې په زړه پورې خبرې اترې شوې دي او موږ به یې وګورو."
ټرمپ زیاته کړه: "اروپایي مشران د دوشنبې یا سې شنبې په ورځ په جلا توګه زموږ هیواد ته راځي. زه فکر کوم چې موږ به دا حل کړو. موږ باید دا حل کړو."
اوکراییني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې روسیې د یکشنبې په شپه د اوکراین پر وړاندې د جګړې ترټولو لوی هوايي برید ترسره کړ، چې د کیف په مرکز کې یې د حکومت اصلي ودانۍ ته اور واچاوه او د یوه ماشوم په شمول لږترلږه څلور کسان یې ووژل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین په جګړه کې د ملکي وګړو د دوامداره مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: "تاسو پوهیږئ، کله چې دوی په اونۍ کې له پنځو څخه تر اوو پورې سرتیري پرته له کوم دلیله له لاسه ورکوي، نو دا مسله باید حل شي. له ټولو جګړو څخه، که دا کانګو وي یا روانډا، خلکو وویل چې دا به حل نشي، مطلب دا چې د دې ټولو جګړې حل ناممکنې وې، ما ټولې اوه جګړې حل کړې. ما فکر کاوه چې د (اوکراین او روسیې) د جګړې حل ترټولو به اسانه وي، خو داسې نه ده. خو زه فکر کوم چې دا به حل شي."
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، روسیې د یکشنبې په سهار په لومړیو ساعتونو کې لږترلږه ۸۰۵ ډرون او ۱۳ توغندي په اوکراین وویشتل، چې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی هوايي برید ګڼل کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پولنډ له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د تړون د تعقیب لپاره خپله ژمنه تکرار کړه، سره له دې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د امکاناتو په اړه ناڅرګندتیا موجوده ده.