د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له سایبري جرمونو او انلاین درغلیو څخه د امریکایانو د ساتنې په برخه کې یې ادارې اقدامات کړي او یوازې «سږکال د لږ تر لږه ۱.۶ میلیارد ډالرو» زیان اوښتو مخه نیول شوې ده.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۱) په سپینه ماڼۍ کې د سایبري جرمونو د مخنیوي په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د امریکا قانون پلي کوونکو په دې برخه کې اقدامات کړي دي.
ټرمپ وویل: «فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو نږدې یو میلیارد ډالر ډیجیټلي اسعار کنګل کړي چې له بهرنیو فریبکارانو سره تړاو لري، له ۵۰۰ څخه ډېرې درغلۍ کوونکې وبسایټونه یې تړلي او د ټکنالوژۍ له شرکتونو سره یې په همغږۍ د هغو میلیونو انلاین حسابونو فعالیت ګډوډ کړی چې بهرنیو مجرمانو ورڅخه کار اخیست.»
د ټرمپ په وینا، امریکایان له کلونو راهیسې د سایبري جرمونو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی او «فریبکاران هڅه کوي د امریکایانو پیسې غلا کړي... او د درغلیو، باج اخیستلو او د هویت د غلا کولو د تکتیکونو او نورو غیرقانوني لارو یې زیانمن کړي.»
ټرمپ وویل چې نږدې ۷۵ سلنه بالغ امریکایان د انټرنیټ له لارې د جعلکاریو سره مخامخ شوي او امریکایانو د سایبري جرمنو له کبله د ۲۰ میلیارد ډالرو زیان راپور ورکړی، په داسې حال کې چې، د ټرمپ په خبره، د زیان کچه ښايي تر دې ډېره زیاته وي.
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د سایبري جرمونو پر ضد یو اجرائیوي فرمان او یو داسې یادښت هم لاسلیک کړی چې په دې برخه کې د حکومتي څارنې لاندې د خصوصي سکټور ونډه پراخوي.
ټرمپ وویل: «د اګست په میاشت کې ما د ملي امنیت تاریخي یادښت لاسلیک کړ چې له مخې یې زموږ د خصوصي سکتور فوق العاده وسایل او سرچینې ځانګړي شوي ترڅو ددغو هکرانو، سایبري غلو، او د جعلکاریو د مرکزونو د مخنیوي لپاره دفاعي او تهاجمي اقدامات وکړي.»
ولسمشر ټرمپ وویل ټرمپ وویل فدرالي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د انټرنیټ له لارې د جعلکاریو په خلاف په ګډه کار وکړي او د هغو کسانو د خسارو په اعاده کولو کې مرسته وکړي چې ددغو جعلکاریو له کبله ورته زیان رسیږي.
د سپینې ماڼۍ په دې غونډه کې د جګړې وزیر پیټ هګسیت، لوی څارنوال ټاډ بلانش، د کورني امنیت وزیر مارک مولین، د فدرالي تحقیقاتو ادارې مشر کاش پټېل او نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو برخه لرله.
امریکايي چارواکو د سایبري جرمونو په خلاف د اقداماتو یوه عمده موخه دا ښودلې چې د امریکایانو د تقاعد حسابونه او معاشونه، د ژوند سپما او عواید خوندي کړي او همداراز خلک له باج اخیستنې او انسانانو د قاچاق څخه ژغوري.