د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په اردن کې د ایران په بریدونو کې د دوو امریکایي سرتیرو وژل کیدل " غمجنه پیښه" وبلله او زیاته یې کړه چې دا سرتیري د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو په دفاع کې وژل شویدي.
ښاغلي ټرمپ د نیوزنیشن تلویزیوني شبکې سره په لنډې تیلیفوني مرکې ویلي چې دا امریکایي سرتیري "زمونږ د هیواد په خدمت" کې وژل شوي او ټینګار یې وکړ چې د ایران سره د جګړي اصل هدف دا دی چې دا هیواد هیڅکله اتومي وسلې ونلري.
د جمهور رئیس تر څنګ، د متحده ایالاتو د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ هم د اکس په شبکې کې لیکلي چې په اردن کې د امریکایي سرتیرو وژل کیدل "زمونږ اراده لا قوي کوي".
په اردن کې د امریکایي سرتیرو وژل کیدو په غبرګون کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ شنبه جولای ۱۷ د واشنګټن پر وخت د مازدیګر په شپږو بجو په ایران باندې د تازه بریدونو کولو اعلان وکړ.
سنټکام لیکلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر امریکایي ځواکونو دهوایي بریدونو لړۍ پیل کړې او دا چې دا بریدونه په اردن کې په امریکایي ځواکونو باندې د برید له کبله د ایران سپا پاسدران انقلاب قول اردو ځواکونو ته " په چټکه توګه سزا ورکولو" په خاطر کیږي.