د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي که د واشنګټن او تهران ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ وشي نو د امریکا لخوا پر ایران به بیا ځلي برید "ډېر بعید" وي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۸مه] له سي اېن اېن خبري شبکې سره د یوې ټېلفوني مرکې په ترڅ کې وویل: "دا په دې پورې اړه لري چې آیا [ایرانیان] ډېر کلک تړون لاسلیک کوي که نه."
پر ایران د بریدونو بیا کولو موضوع ته په اشارې ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې ویلي: "ځواب دا دی چې دېر بعید دی چې [دا کار] لازم وي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې د پوځي عملیاتو له پیل کېدو وروسته، متحدو ایالتونو په ایران کې د ۳۸ پلونو په شمول احتمالي زېربناوې په ګوته کړې چې د "یو ساعت په اوږدو" کې به له منځه یوړل شي.
ایران ویلي که د امریکا له خوا بیا حملې پیل شي نو پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر اړوندو اهدافو به بریدونه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایلې د تهران او واشنګټن تر منځ د خبرو اترو د ځنډېدو سبب شوې.
عراقچي د ایران د دولتي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې انتظار باسي څو منځګړي خپلې چارې بیا پیل کړي.