ټرمپ: د ایران تولیدي ظرفیت تقریبا له منځه تللی دی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د متحدو ایالتونو د پوځي اقداماتو په نتیجه کې ایران تقریبا خپل تولیدي ظرفیت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي چې د جمعې په ورځ (جولای ۳۱) په کمپ ډیویډ کې د خپلې کابینې د غونډې پرمهال خبرې کولې وویل چې د ایران د مزایلو تولیدي ظرفیت تر ډیره له منځه تللی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل:" د هغوی مزایلونه تر ډیره له منځه تللي دي، یو شمیر یې پاتې دي. خو شمیر یې د څلورو پنځو میاشتو پخوا په پرتله ډیر کم دی. د هغوی تولیدي ظرفیت تقریبا له منځه تللی دی. د ډرون ظرفیت تر ډیره له منځه وړل شوی. ډیر کم شمیر یې پاتې دي، خو یو شمیر لري. که یو هم ولري، زما په نظر ډیر زیات دی."

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل پر هغوی (ایران) باور له لاسه ورکوي ځکه نه یوازې درواغ وایي بلکې ناسم معلومات خپروي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر څرګنده کړه چې امریکا به پر ایران سخت برید وکړي:" موږ به پر هغوی برید وکړ، موږ به پر هغوی سخت برید وکړو. په یوه موقع کې به هغوی ووایي چې نور یې نشو تحمل کولی."

د کابینې په دې غونډه کې د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ وویل چې د امریکا د فشارونو له امله د ایران ستر بانک له ماتې سره مخ شوی او کله چې د هغه هیواد مرکزي بانک د پیسو چاپ کولو ته اړ شو نو په یاد هیواد کې انفلاسیون زیات شو.

بیسنټ وویل: " هغوی اوس ۱۸۰ سلنه انفلاسیون لري. هغوی نشي کولی چې د خپلو پوځیانو معاشونه ورکړي. او ستاسي (ټرمپ) په امر په ټوله نړۍ کې د هغوی شتمنۍ په نښه کوو. "

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې سپینه ماڼۍ وایي تر هغه وخته چې د ایران حکومت په کوم شکل ولسمشر یې "معني داره" بولي، د خبرو میز ته راستون نشي هغه هیواد به " د قیمت ورکولو ته به ادامه ورکړي. "

د امریکا، د ایران حکومت د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته د هرمز په تنګي کې پر تجارتي کښتیو په برید کولو تورنوي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې د ایران اسلامي جمهوري هیڅ وخت د ولسمشر ټرمپ په شان کس سره نده مخ شوې.

روبیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي دي ولسمشر ټرمپ داسې کس دی چې "واقعا اقدام کوي"

د بهرنیو چارو وزیر ویلي ایران په تیرو شلو تر دیرشو کلونو پورې په دې عادت کړی وو چې نه یوازې امریکا بلکې نړۍ ورته ته د دروغ د ویلو، د هوکړو تر پښو کولو، او د نورو د تیرو ایستلو له لارې او د هیڅ شي له ورکولو پرته، خپلو موخو ته ورسیږي.