ولسمشر ټرمپ: ایران به یا هوکړه کوي او یا به بشپړ تسلیمیږي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اګست ۳)، اعلان وکړ چې له ایران سره خبرې اترې روانې دي، خو ټینګار یې کړی چې تر هغو چې یوه هوکړه یا د هغه په وینا، د ایران د رژیم "بشپړه تسلیمي" نه وي ترلاسه شوې، د امریکا له اجازې پرته به د هرمز تنګي له لارې ایران ته هېڅ ډول تګ راتګ ته اجازه نه وي.

ولسمشر ټرمپ د خپلې ټروت سوشل ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې ایراني چارواکي په "دوه‌ مخیتوب" تورن کړل او ویې ویل چې هغوی له یوې خوا د خبرو اترو د دوام غوښتنه کوي، او بیا په ښکاره ډول د هر ډول خبرو کېدل ردوي.

ټرمپ وویل، د ایران سمندري محاصره دوام لري، "ایران ته هېڅ شی نه شي رسېدلی، مګر دا چې موږ یې وغواړو، او هېڅ شی به ور ونه رسېږي ترڅو چې یا یوه هوکړه وشي او یا هم بشپړه تسلیمي ترلاسه شي. "

خو د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې خبرې اترې پیل شوې او د نږدې راتلونکې لپاره نورې لیدنې کتنې هم پلان شوې دي.

ټرمپ ویلي، که ایران غواړي او که نه، متحده ایالتونه د هغه بحران د حل لپاره په خبرو بوخت دي چې د ایران لخوا د څو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی دی. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران "هېڅکله اټومي وسلې نشي ترلاسه کولی. "

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د ټرمپ د پرونیو خبرو په غبرګون کې وویل چې تهران له واشنګټن سره خبرې ندي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي یوې خبري غونډې ته وویل، "موږ اوس مهال له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې نه لرو. خبرې له عمان سره روانې دي او تمرکز یې پر دې دی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د امنیت د تضمین لپاره یو تفاهم ته ورسېږو. "

ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو چې د پرمختګ او یوې احتمالي هوکړې نښې لیدل شوې دي او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې پر ایران له یو داسې ستر برید څخه ډډه وکړي چې د نوموي په خبره، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې ساری ندی لیدل شوی.

ټرمپ تل ویلي چې غوره ګڼي اختلافات د ډیپلوماټیکو لارو حل شي، خو د امریکا موخه دا ده چې ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د هرمز تنګی پرانیستی پاتې شي.

د ولسمشر ټرمپ په وینا، د پلان شوي برید ځنډول دا معنا نه لري چې پوځي انتخاب له منځه تللی دی، او که مذاکرات ناکام شي، ټول انتخابونه به لا هم پر مېز موجود وي.

په همدې حال کې، سي این این تلویزیوني شبکې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشرتابه له خپلو پوځي شنونکو غوښتي چې پر ایران د فشار د زیاتولو او د یوې هوکړې منلو ته د تهران د هڅولو لپاره «نوښتګر» پیشنهادونه وړاندې کړي.

ددغه راپور له مخې، دوو باخبرو سرچینو ویلي چې دغه غوښتنه د سنټکام د یو لوړپوړي افسر له خوا شوې او موخه یې د ایران په اړه د امریکا د اوسنۍ ستراتیژۍ د بیا ارزونې لپاره د نظریاتو راټولولو د بهیر پیلول ښودل شوې ده.

متحدو ایالتونو او ایران د جون په ۱۸مه یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې ټاکل شوې دواړه هېوادونه د ۶۰ ورځو په موده کې مذاکرات ترسره کړي څو یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي. خو د دواړو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله د دغو خبرو اترو برخلیک له ناڅرګندتیا سره مخامخ شوی دی.

تېره میاشت، د متحدو ایالتونو پوځ پر سوداګریزو بیړیو او د سیمو پر هېوادونو د ایران د بریدونو په ځواب کې پر ایراني اهدافو څو پړاوه بریدونه ترسره کړل او ددغو بریدونو موخه "سوداګریزو کښتیو ته د ایران د ګواښ کولو د وړتیا کمزوري کول" ښودل شوي و.