د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې پوتین «مطلق لیونی» شوی دی او «بې ضرورته ډېر خلک وژني». ټرمپ دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې روسیې تېره ورځ په کیف او نورو سیمو باندې د بې پیلوته الوتکو او میزایلو پراخ بریدونه وکړل.
د اوکراین چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي او دا یې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پيل راهېسې تر ټولو لوی بریدونه بللي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ماښام مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه) په خپلې ټولنیزې شبکې سوشل ټروټ کې ولیکل: «ما تل د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره ښه روابط لرل، خو په هغه څه چل شوی دی. هغه مطلق لیونی شوی دی.»
ښاغلي ټرمپ لیکلي دي: «هغه بې ضرورته ډېر خلک وژني، زه یوازې سرتېري نه یادوم. هېڅ بې هېڅه او له کوم دلیل پرته د اوکراین په ښارونو باندې د میزایلو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کېږي.»
ولسمشر ټرمپ همدغه راز د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم انتقاد کړی دی او لیکلي دي هغه «چې کوم ډول غږېږي، د خپل هېواد سره ښه نه کوي».
د یکشنبې د ورځې له بریدونو وروسته زیلینسکي په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې «د امریکا او نړۍ خاموشي یوازې پوتین زړور کوي». هغه ویلي دي چې «د روسیې په مشرتابه باندې له سخت فشار پرته دا ظلم نه درول کېږي، بندیزونه به له شک پرته مرسته» وکړي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې په روسیې باندې د نورو بندیزونو لګول تر غور لاندې دي.
روسیې د پوتین په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه ویلي دي چې دا «له حده زیات عاطفي» فشار نتیجه ده. د کرملین ویاند دمتري پسکوف وویل: «دا ډېره حساسه مرحله ده چې په مطلق ډول او د هر چا له عاطفې او احساساتي غبرګون سره مله» ده.
د مۍ په ۱۶ نېټه د روسیې او اوکراین چارواکو په ترکیې کې په تېرو دریو کلونو کې په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې وکړې او د سلګونو بندیانو په تبادلې یې موافقه وکړه. د بندیانو تبادله د جمعې په ورځ پیل شوه.
ولسمشر ټرمپ له پوتین او زیلنسکي سره تېره اونۍ جلا جلا تیلیفوني خبرې وکړي او ویې ویل چې هغوی به ژر د اوربند مذاکرات پیل کړي. خو لا د دغو مذاکراتو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې نه ده.