ټرمپ: روسیې ته د سي ای اې د مشر له سفر څخه 'ښايي یو څه راووځي'

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سي آی اې مشر جان راټکلېف.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر جان راټکلېف روسیې ته سفر کړی دی.

د "ګلین بیک" د چهارشنبې ورځې [اګست ۲۶مه] په راډیويي خپرونې کې له ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ولې د سي آی اې مشر د روسي چارواکو سره د خبرواترو لپاره د شپې مسکو ته سفر کړی په داسې حال کې چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین لخوا د ناټو د قاطعیت د ازمویلو، پر برېټانیا د برید د اټکل او پر ایران د بندیزونو په اړه د امریکا د احتمالي پیغام په اړه ګنګوسې خپرې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وویل: "پورته ذکر شوي هېڅ یو هم نه. هغه په یو ډول نیمه کاري توګه هلته دی. زه نه غواړم خلک ناهیلي کړم. موږ غواړو چې له اوکراین سره جګړه پای ته ورسیږي."

ټرمپ زیاته کړه: "جان راټکلېف یو عالی سړی دی... او هغه د هېڅ یو دلیل لپاره هلته نه دی چې تاسو یې یادونه وکړه." "اوس، ممکن له دې څخه یو څه راووځي؛ موږ د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر سخت کار کوو، او په رښتیا سره، دوی دواړه غواړي چې په دې وخت کې یې پای ته ورسوي."

امریکايي رسنیو د خپلو سرچینو د نه ښودلو په شرط خبر ورکړی و چې راټکلېف د سې شنبې په ورځ [اګست ۲۵مه] په مسکو کې و.

د کرملېن ویاند ډیمیتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ وویل چې راټکلېف د روسیې د استخباراتو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې او له پوتین سره یې لیدلي نه دي خو د غونډو له جزئیاتو نه خبر دی.

پیسکوف وویل چې دا اړیکې "د استخباراتي ادارو د کانالونو له لارې" ترسره شوې او "یوه مثبت پدېده" وه. پېسکوف د اړیکو اوسنی وضعیت ژور بحران بللی او زیاته کړې چې دا به له وخته مخکې وي چې ووایو ایا دا به د دوه اړخیزو اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي یا نه.

د امریکا غږ د نورو جزئیاتو لپاره له سي آی اې او سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې او ځواب ته په تمه دی. پنټاګون له تبصرې کولو ډډه وکړه او زیاته کړه چې د ویلو لپاره څه نه لري.

امریکايي رسنیو د یوې اوکراینۍ سرچینې په حواله ویلي چې له سفر څخه مخکې واشنګټن له کییف څخه غوښتنه کړې وه چې تر هغه وخته چې پلاوی بېرته راستنېږي پر مسکو، سن پیټرزبورګ او د روسیې پر ځینو شمالي سیمو بریدونه وځنډوي.

مسکو ته د سي آی اې د یو مشر وروستی معلوم سفر د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې و، کله چې ویلیم برنز پر اوکراین د یرغل په اړه پوتین ته خبرداری ورکړی و.