ټرمپ: امریکایي ځواکونو په نړیوالو اوبو کې د مخدراتو په ترهګرو دویم مرګونی برید کړی

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د ده تر قوماندې لاندې امریکایي ځواکونو د کارابین په نړیوالو اوبو کې د ونزویلا د نشه يي توکو په ترهګرو باندې دویم مرګونی برید کړی دی.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په خپل ټروټ سوشل حساب کې ولیکل چې په جنوبي قومندانۍ کې، چې کارابین یې د مسولیت ساحه ده، د متحدو ایالتونو ځواکونو په ځايي وخت سهار برید کړی او درې نارینه ترهګر یې وژلي دي.

ولسمشر همدغه راز یوه ویدیو هم خپره کړې چې په کې ښودل کېږي په اوبو کې د ترهګرو بېړۍ الوځول کېږي او بیا اور اخلي. هغه لیکلي دي چې په دغه برید کې هېڅ امریکایي ځواک ژوبل شوی نه دی.

ټرمپ لیکلي: «د ونزویلا د نشه يي توکو دا تائید شوي ترهګر په نړیوالو اوبو کې ناقانونه مخدرات (یوه وژونکې وسله چې امریکایان زهرجن کوي!) انتقالول، متحدو ایالتونو ته روان وو.»

هغه لیکلي دي: «خبردار اوسی- که داسې مخدرات انتقالوئ چې امریکایان وژلای شي، موږ مو ښکار کوو! د نشه يي توکو د دغو ډلو ناقانونه فعالیتونو د کلونو راهېسې د امريکايي ټولنو لپاره ویجاړوونکي عواقب لرل، میلیونونه امریکايي اتباع یې وژلي. نور باید نه وي.»

متحدو ایالتونو د ولمسشر ټرمپ په دویم دور کې په کارابین کې په نړیوالو اوبو کې د نشه يي توکو په ترهګرو باندې لومړی برید د سپتمبر په دویمه نېټه کړی و. ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې په هغه برید کې د ونزویلا د «ټرن ډي اراګوا» د نشه يي توکو د ډلې ۱۱ ترهګر وژل شوي وو. نوموړي د فبرورۍ په میاشت کې دغه ډله او د نشه يي توکو نورې ډلې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه وپېژندلې.

ولسمشر ټرمپ امریکا ته د ناقانونه مخدراتو د قاچاقو د مخنیوي ژمنه کړې او د همدغې ژمنې د یوې برخې په توګه متحدو ایالتونو د کارابین جنوب ته د خپلو پوځي بېړیو انتقال پراخ کړی دی.