د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا پوځي تجهیزات او پرسونل به تر هغې چې وروستۍ هوکړه په بشپړ ډول عملي شوې نه وي، پر خپل ځای پاتې وي او دیته به چمتو وي چې د ضرورت په وخت کې پر ایران بیا بریدونه پیل کړي.
هغه دا څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې کړي. دا پداسې حال کې ده چې امریکایي او ایراني مرکچیان په پاکستان کې د شنبې ورځې خبرو ته چمتووالی نیسي.
دواړو خواوو د پاکستان په منځګړیتوب، د دوه و اونیو اوربند ته لومړنۍ هوکړه کړې، خو چارواکو په ښکاره ډول د دې هوکړې پر جزییاتو اختلاف څرګند کړی دی.
یو مهم اختلاف د اسراییل له لوري پر لبنان روان بریدونه دي. امریکا او اسراییل وایي چې دا اوربند د اسراییلو دغه اقدامات نه رانغاړي، خو ایران او پاکستان وایي چې دا هم د جګړې د درولو د هوکړې برخه ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې ویلي چې د اسراییل بریدونه “فریب او د هوکړې نه عملي کول ښيي، او خبرې بېمعنا کوي.”
ټرمپ په خپل پیغام کې زیاته کړې چې “ډېر وخت مخکې” هوکړه شوې وه چې ایران به اټومي وسلې نه لري او د هرمز تنګی به “پرانستی او خوندي” وي.
دا مهمه سمندري لاره د سیمې څخه د تېلو او نورو توکو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري او د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د جګړې له پیل وروسته پکې تګ راتګ درېدلی دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې دي ونس چې د پاکستان په خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري کوي ویلي یې دي امریکا به وګوري چې “ایرانیان داسې څه ته چمتو دي چې ترې لاس په سر شي.”
وېنس همداراز ویلي چې دی “هیلهمند” دی ایرانیان “په هوښیارۍ چلند وکړي او په رښتینې نیت سره خبرو ته کیني.”