ولسمشر ټرمپ: د زېلنسکي په ځای باید بل څوک د مذاکرې لپاره رامخکې شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۹مه] وویل چې د کییف په استازیتوب د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي پرته باید بل څوک له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې وکړي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې روسیه د اوکراین لپاره "ښه" وه او ډېر څه یې نه دي کړي.

ټرمپ زیاته کړه: "زما په اند اوس وخت راغلی چې د اوکراین په استازیتوب بل څوک خبرې اترې وکړي...اوکراین کولای شول چې دا مسله ډېر پخوا حل کړې وای."

ټرمپ زیاته کړه چې امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکوي.

په عین حال کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اوزبېکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پاي ته رسولو لپاره هڅه کوي.

روبیو وویل: "ولسمشر [ټرمپ] خپل دریځ روښانه کړی دی. هغه غواړي چې د اوکراین او روسیې جګړه پای ته ورسیږي."

روبیو ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې د اوکراین له ولسمشر سره په ټېلفون ۴۵ دقیقې خبرې کړي دي.
روبیو ومنله چې ښايي د اوکراین لپاره د اروپا لخوا پېرودل شوي د امریکا د هوايي دفاع توغندي لېږدول شوي نه وي خو تر شا یې کومه سیاسي انګېزه نشته.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي ویلي چې هغه د هوايي دفاع توغندیو او د سټلایټ شبکو په اړه د روبیو سره "اساسي" خبرې کړې دي.

اوسلو ته د وېټکاف سفر

د یو بل خبر له مخې، د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکاف د ناروې پلازمېنې اوسلو ته رسېدلی چې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي سره چې د واشنګټن سره د خپلو اړیکو په رغولو کار کوي، وګوري.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي ناروي تر روانېدو مخکې د یکشنبې په ورځ وویل چې کییف د امریکا د ځانګړو استازو سټیف وېټکاف او جېرډ کوشنر سره دوامدارې اړیکې لري.

ناروي ته د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې کرملین ویلي چې تمه لري سټیف وېټکاف به په نږدې راتلونکي کې د اوکراین د سولې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ځانګړی استازی سټیف وېټکاف د سه‌شنبې په ورځ په اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر او د برېټانیا، فرانسې، جرمني او پولنډ له استازو سره خبرې وکړې. تمه کیږي چې په غونډو کې د اروپايي ټولنې او ناټو چارواکي هم ګډون وکړي.

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګهر سټویر ویلي چې د غونډو د کوربه توب موخه داده چې ډېپلوماتيکې هڅې په "رغندو لارو" وشي.