د چین او امریکا ترمنځ تاریخي اړیکو، متقابل درناوي، او ګډو همکاریو ته د ولسمشر ټرمپ اشاره

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیجینګ کې د وینا پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ په هغې ځانګړي میلمستیا کې چې ددوي په ویاړ ترتیب شوې وه، د امریکا او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو، متقابل درناوي، او ګډو همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې. ولسمشر پخپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د دوستۍ، ډیپلوماټیکو اړیکو، او اقتصادي او کلتوري همکاریو یادونه وکړه.

همدارنګه، دا وینا هغه تاریخي اړیکې منعکسوي چې د امریکا د بنسټ اېښودنې راهیسې پیل شوې او تر نن ورځې پورې یې د نړۍ په سیاست او اقتصاد کې مهم رول لوبولی دی." د ولسمشر ټرمپ بشپړه وینا دلته لوستلی شئ.

په بیجینګ کې د ولسمشر ټرمپ د وینا بشپړ متن

"ډېره مننه. دا یو ستر ویاړ دی. دا یوه فوق‌العاده ورځ وه، او په ځانګړي ډول زه غواړم له ولسمشر شي، زما ملګري څخه د دې شانداره هرکلي لپاره مننه وکړم. دا رښتیا هم یو بې‌ساری او عالي هرکلی و، بیساری، او همدارنګه له دې امله هم مننه چې د دې تاریخي دولتي سفر په ترڅ کې په دومره درناوي زمونږ کوربه‌توب کوئ.

نن موږ له چینایي پلاوي سره ډېرې مثبتې او ګټورې خبرې اترې او لیدنې درلودې، او نن ماښام هم یو بل ارزښتناک فرصت دی چې د ملګرو ترمنځ د هغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو چې نن مو ورباندې بحث وکړ. دا داسې خبرې دي چې هم د امریکا او هم د چین لپاره ګټورې دي. له تاسو سره لیدل او خبرې زما لپاره لوی ویاړ و.

د امریکایي او چینایي خلکو اړیکې د امریکا د بنسټ اېښودنې لومړني پیل پورې قدامت لري. چین ته لومړنی امریکایي استازی، ساموېل شا، په ۱۷۸۴ کال کې د لومړۍ امریکایي سوداګریزې بېړۍ سره ددې هیواد سواحلو ته رسېدلی و. چینایي سوداګرو امریکایانو ته یو نوم ورکړی و؛ هغوی به ورته "نوي خلک" ویل. دوه نیمې پېړۍ وروسته، هماغه لومړنۍ اړیکه د نړۍ په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو اړیکو څخه یوه ګڼل کیږي.

له پیل څخه، زموږ خلکو د متقابل درناوي دپاره ژور احساس شریک کړی دی. د هیواد بنسټ اېښودونکي مشر، بنیامین فرانکلین، د کنفیوشس ویناوې په خپلې ورځپاڼې کې خپرې کړې، او نن هم د چین لرغونی قدامت د امریکا د سترې محکمې په وړاندې په لویې څلي کې کښل شوی دی، چې موږ پرې ویاړو.

دا ستاینه دوه اړخیزه وه. د ولسمشر جورج واشنګټن چینایي مینه‌والو یوه د ډبرې لوحه ډالۍ کړه چې د واشنګټن یادګار د ښکلا لپاره وکارول شي. په هغې کې د یوه چینایي چارواکي خبرې لیکل شوې وې چې لوی جنرال او سیاستوال یې “د انسانانو اتل” بللی و.

او د پېړیو په اوږدو کې، دغه متقابل درناوی په داسې اړیکه بدل شو چې زموږ د دواړو ملتونو ستر استعداد او وړتیا یې منعکسه کړې ده. چینایي کارګرو د هغې پټلۍ په جوړولو کې مرسته وکړه چې زموږ اتلانتیک ساحل یې له ارام سمندر سره ونښلاوه. امریکایي مسافرو په چین کې د سواد او عصري طب په خپرولو کې مرسته وکړه، او د چین د سفیر په غوښتنه، ولسمشر تودور روزوېلټ هغه بودیجه برابره کړه چې د ولسمشر شي د پوهنتون، سینګ‌هوا پوهنتون، د جوړېدو لپاره وکارول شوه.

په دویمه نړیواله جګړه کې د متحدینو په توګه، ولسمشر فرانکلین روزوېلټ د چین د زړورو خلکو ستاینه وکړه. هغوي رښتیا هم زړور وو. د هغه ویناوې په امریکا کې په لوړو چکچکو بدرګه کېدې، او خلکو به د هغه خبرې خوښولې، لکه څنګه چې نن ډېری چینایان باسکټبال او د کاوبای پطلونونه خوښوي. په امریکا کې چینایي رستورانتونه اوس د امریکا د پنځو سترو خوراک ځایونو له ګډ شمېر څخه هم زیات دي. دا په رښتیا یوه لویه خبره ده.

دغه سوداګریز اود درناوي نه ډک تړاو چې ۲۵۰ کاله شاته تاریخ لري، د داسې راتلونکي بنسټ دی چې زموږ دواړو ملتونو ته ګټه رسوي. امریکایي او چینایي خلک ډېر ګډ ارزښتونه لري. موږ سخت کار، زړورتیا، او لاسته راوړنې ستایو. موږ خپلې کورنۍ سره مینه لرو، او موږ خپلو هېوادونو سره مینه لرو.

په ګډه موږ دا فرصت لرو چې د دغو ارزښتونو پر بنسټ د خپلو ماشومانو لپاره د لا زیاتې سوکالۍ، همکارۍ، خوښۍ او سولې راتلونکی جوړه کړو. موږ خپلو ماشومانو سره مینه لرو. کله چې موږ دواړه یو موټی او یو ځای اوسو نو دا سیمه او دا نړۍ، به یوه ځانګړې نړۍ وي.

یو ځل بیا مننه، ولسمشر شي، د دې ښکلي هرکلي لپاره، او نن شپه زما لپاره ویاړ دی چې تاسو او مادام پینګ ته بلنه درکړم چې د سپتمبر په ۲۴مه زموږ سپینې ماڼۍ ته راشئ. موږ به تاسو ته سترګې په لاره یو.

او اوس غواړم د امریکایي او چینایي خلکو ترمنځ د ژورو او دوامداره اړیکو په ویاړ جام پورته کړم.
دا یوه ډېره ځانګړې اړیکه ده. او یو ځل بیا مننه کوم. خورا بیسارې له خوښیو ډک وخت مننه، ولسمشر شي."