د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سوریه ستایلې ده چې غواړي د هرمز تنګي یوه بدیله لاره شي چې د عراق او د سیمې د نورو هېوادونو د تېلو صادرات د مدیترانې له لارې د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر درېیمه) په دې اړه د واشنګټن پوست یو راپور خپور کړی او لیکلي دي: «سوریه هڅه کوي چې ځان د هرمز تنګي د یوې بدیلې لارې په توګه مخې ته کړي.»
په همدې حال کې سوریې له تېرو څو میاشتو راهېسې د «کرکوک-بانیاس» د نل لیکې د رغولو هڅې ګړندۍ کړې چې عراق د سوریې له لارې د مدیترانې د «بانیاس بندر» سره نښلوي.
عراق د هرمز تنګي تر سمندري محاصرې مخکې هره ورځ ۳.۳ میلیون تیل صادرول. د کپلر د شمېرو په اساس د مۍ په میاشت کې دا صادرات د ورځې شاوخوا ۱۰۰ بیلر تیلو ته رسېدلي وو، خو د جون له میاشتې راهېسې دا صادرات بیا زیات شوي او تېره میاشت دوه میلیون بیلر تیلو ته ورسېدل.
واشنګټن پوست راپور ورکړی دی چې دا مهال هره ورځ تقریبآ ۵۰۰۰ ټانکر تیل د ځمکې له لارې له عراق څخه د سوریې بانیاس بندر ته انتقالېږي چې د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.
سوریه داسې مهال د هرمز تنګې د بدیلې لارې په توګه مطرح کېږي، چې متحدو ایالتونو د جولاۍ په میاشت کې د شورون امریکایي شرکت په مشرۍ د تیلو د یوې بلې نل لیکې د غځولو د طرحې نه ملاتړ وکړ. دا نل لیکه به د عراق له بصرې څخه د سوریې بانیاس بندر ته د ورځې شاوخوا دوه میلیون بیرل تیل لېږدوي.
تېره ورځ ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې دې ته په اشارې چې "اوس د هرمز تنګی د متحدو ایالتونو تر کنترول" لاندې دی، پوښتلي وو چې ایا نوم یې د «ټرمپ په تنګي» بدل شي؟