ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې هغه به پر اتو اروپايي هېوادونو ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي، ځکه دغه هېوادونه د امریکا په لاس د ګرینلنډ د نیولو مخالفت کوي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د امریکا د ملي امنیت دپاره د ګرینلنډ د ستراتېژیک اهمیت په نظر کې نیولو سره ددې ټاپو نیول اړین ګڼل کیږي.
د برېتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي،که څه هم سوداګریزه جګړه د هېچا په ګټه نه ده، خو هغه به له متحدینو سره کار ته دوام ورکړي تر څو د خبرو اترو لاره پرانیستې وساتل شي.
ټرمپ د شنبې په ورځ پر خپلې ټولنیزې شبکې (ټروت سوشیل) کې اعلان وکړ چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه به پر اتو هېوادونو ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي.
په دغو هېوادونو کې د ګرینلنډ واکمن هېواد ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، بریتانیا، هالنډ او فنلنډ شامل دي. هغه وویل که د (ګرینلنډ د بشپړ پېرودلو) لپاره هوکړه و نه شي، نو دغه تعرفې به په جون کې ۲۵ سلنې ته لوړې شي.
اته اروپایي هېوادونو د یکشنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «د تعرفو د لګولو ګواښونه د اتلانتیک د دواړو غاړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي او د مخ په زوال خطر له ځان سره لري.»
ولسمشر د یکشنبې په شپه یو بل پیغام کې ولیکل:
«ناټو د ۲۰ کلونو راهیسې ډنمارک ته وایي چې ‘تاسو باید له ګرینلنډ څخه د روسیې ګواښ لرې وساتئ.’ له بده مرغه، ډنمارک ونه توانېد چې په دې برخه کې څه وکړي. اوس یې وخت راغلی، او دا به وشي!!!»
سټارمر د دوشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا د ګرینلنډ او ډنمارک د دې بنسټیز حق ملاتړ کوي چې د شمالي قطب ددې ټاپو د راتلونکي په اړه دوي پخپله پرېکړه وکړي. هغه دا هم وویل چې د برېتانیا او امریکا اړیکې ډېرې مهمې دي او (موږ ژمن یو چې دا اړیکې پیاوړې، رغنده او پر پایلو متمرکزې وساتو).
د اروپايي ټولنې سفیران د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې د بېړنۍ ناستې په ترڅ کې راټول شول تر څو د خپل ځواب او غبرګون په اړه پرېکړه وکړي.
د ګرینلنډ په پلازمېنه نووک کې د امریکا د هر ډول احتمالي الحاق پر ضد لاریون هم وشو چې خلکو پکې پراخ ګډون کړی و.
ټرمپ د جمعې په ورځ بیا په سپینه ماڼۍ کې وویل چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی او له معدني زېرمو بډایه ټاپو ګرینلنډ ته چې خپلواکه اداره لري، اړتیا لري ځکه د امریکا د (طلایي ګنبد) په نوم د توغندیو دفاعي سیستم لپاره مهم ګڼل کیږي، او دا اندېښنه یې هم څرګنده کړه چې ښايي روسیه او چین د دې ټاپو د نیولو هڅه وکړي.
هغه تېرې اوونۍ مخکې ویلي وو:
«تاسو پوهېږئ، موږ د طلایي ګنبد [د هوایی حریم د ساتنې او توغندیو دفاعي پروژه] پر مخ وړو، موږ ډېر کارونه کوو، او موږ به ورته اړتیا ولرو. که موږ ور دننه نه شو، روسیه به ورننوځي او چین به ورننوځي، او داسې هېڅ شی نشته چې ډنمارک یې مخه ونیسي، خو موږ کولی شو هر څه کنټرول کړو.»
په همدې حال کې، ولسمشر ټرمپ د روانې اوونۍ په ترڅ کې د نړېوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې ته سفر کوي چې د دوشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې پیل شوه. تمه کېږي چې هغه به د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې د امریکا اقتصادي بیا رغونه او دهغه د ادارې له خوا د سوداګرۍ په ډګر کې پر ځینو شریکانو د لګول شوو متقابلو تعرفو اغېز وڅېړي.
تمه ده چې ټرمپ به هلته د نړېوالو سیاسي مشرانو تر څنګ، د سوداګرۍ او مالي سکتور له مشرانو او د نړېوالو مالي بنسټونو له استازو سره هم وګوري.
د ناټو سرمنشي مارک روته د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه له ولسمشر ټرمپ سره د ګرینلنډ په اړه خبرې کړې دي.
«موږ به پر دې موضوع کار ته دوام ورکړو، او لیواله یم چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې به هغه په داووس کې ووینم.»
سربېره پر دې، د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا وویل چې هغه به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دې موضوع په تړاو د رامنځته شویو ترینګلتیاوو په اړه د شورا ځانګړې غونډه هم راوبولي.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل چې هغه خبرې چې د ولسمشر مرستیال جېډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ډنمارک او ګرینلنډ د چارواکو سره په واشنګټن کې وکړې، «د ګرینلنډ د ترلاسه کولو په اړه تخنیکي خبرې» وې.
د ناستې وروسته، د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن او د ګرینلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ویویان موڅفېلت خبریالانو ته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات شته، او د ګرینلنډ د راتلونکي په اړه به له امریکا سره خبرې د (بنسټیز اختلاف) سره سره دوام ولري.
راسموسن وویل چې د امریکا او ډنمارک - ګرینلنډ لورو پریکړه وکړه چې یو لوړپوړی کاري ګروپ جوړ کړي تر څو وګورو چې ایا کولی شو د پرمخ تګ لپاره کومه ګډه لاره پیدا کړو.
د هغه په وینا، دا ډله باید د امریکا د امنیتي اندېښنو د حل پر لارو چارو تمرکز وکړي، په داسې حال کې چې د ډنمارک د پاچاهۍ سره د تړلې (سرې کرښې) هم درناوی وشي.
هغه وویل چې دا کاري ډله به (په څو اوونیو کې) خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.