ټرمپ: د ایران لپاره د 'اوسپنیزې دروازې 'کاري ځواک په قوت خپلې چارې پرمخ بیايي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې د "اوسپنیزې دروازې" په نوم د کاري ډلې چارې په "پوره قوت" دوام لري او دغه هېواد ته ډېر لږ توکي انتقالېږي یا له هغه ځایه بهر وړل کېږي.

ټرمپ د یکشنبې په ماښام [نومبر ۸مه] د تروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: "د اوسپنیزې دروازې ځانګړی کاري ځواک د ایران په اسلامي جمهوريت کې په پوره قوت او اغېزناک ډول پر خپل ځای دی. د تاریخ د تر ټولو لویې سمندري محاصرې سره جوخت، ډېر لږ [شیان] ایران ته داخلېږي یا ترې وځي"!

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ [سنتکام] د شنبې په ورځ [نوامبر ۷مه] د "اوسپنیزې دروازې" په نوم د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړ چې موخه یې د پرمختللو وسلو، دوه ډوله کارېدونکو ټکنالوژیو او د ایران سره د تړلو غیرقانوني مالي سرچینو د انتقالولو محدودول دي.

د سنټکام د خبرپاڼې له مخې، دغه ځانګړی ځواک د امریکا د بېلابېلو دولتي ادارو په همکارۍ کار کوي او تمرکز یې ایران ته د ځمکنیو لارو او خزر سیند له لارې د لېږد رالېږد محدودول دي.

د یو بل خبر له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په مذاکراتو کې د ایران غوښتنې د " نه منلو وړ، خندونکې، مسخرې او غیر واقع‌بینانه" دي.

روبیو چې د جې اوه د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره فرانسې ته روان و د یکشنبې په ماښام په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل که امریکايي پوځیانو او یا د کښتۍ چلولو ته ګواښ راپښ شي نو واشنګټن به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

روبیو زیاته کړه: "په اوس وخت کې دا هڅې دومره ګټورې نه دي، ځکه د ایرانیانو غوښتنې نه یوازې د منلو وړ نه دي بلکې په ځېنو مواردو کې د خندا وړ، مسخره او په رښتیا غیرواقع‌بینانه دي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ایران په قشم کې د پوځي اقداماتو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې متحده ایالتونه له ځان نه د دفاع حق لري او ګواښ ته په کتو به په دې اړه پرېکړه کوي.