ټرمپ پنټاګون کې د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو د درناوي مراسمو کې ګډون کوي

امریکایان نن جمعه د سپټمبر ۱۱ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵مه کلیزه لمانځي چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په پنټاګون کې په یو لړ مراسمو کې د هغو قربانیانو او مرستندویانو ته درناوی کوي چې په هغه ورځ وژل شویدي.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو د دفتر لوړپوړې مرستیالې انا کیلي، فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل: "د دې غمجنې ورځې په ۲۵مه کلیزه، د متحده ایالاتو ولسمشر به د هغو کسانو د یاد درناوی وکړي چې د شریرو ترهګرو له خوا ووژل شول."

په ورته وخت کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس به په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز په ساحه کې د بریدونو قربانیانو ته د درناوي په خاطر په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړي. د امریکا پخواني ولسمشران بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بیل کلنټن هم په دې مراسمو کې ګډون کوي.

تمه کیږي چې د قربانیانو سلګونه خپلوان هم په نیویارک کې، د پخوانیو دوو سوداګریزو ودانیو په ځای کې راټول شي، کوم چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه په بریدونو کې په نښه شول.

پنځه ویشت کاله وړاندې په همدې ورځ، د القاعده ۱۹ ترهګرو څلور مسافر وړونکي الوتکې وتښتولې او د وسلو په توګه یې وکارولې. په دغو بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه د ۱۹۴۱ کال راهیسې راپدیخوا د امریکا پر خاوره تر ټولو خونړي بریدونه وو، هغه پېښه چې د نړیوال امنیت په اړه یې د امریکا لیدلوری د تل لپاره بدل کړ.