ټرمپ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي سره ګوري

ټاکل شوېده د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره وګوري.

سپینې ماڼۍ ویلی چې دا غونډه به د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۶) د ماسپښین ناوخته د فلوریډا په پام بیچ کې ترسره شي.

دا غونډه یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د چین په شینزین ښار کې ګډه سرمشریزه درلوده .

روټه چې په دوامداره توګه په ناټو کې د کړکېچ کمولو او د دې اتحاد لپاره د ټرمپ د ملاتړ ساتلو هڅه کړې، د دریو اټومي ځواکونو د مشرانو دا غونډه یوه معمولي غونډه بللې ده.

د ټرمپ او روټه ترمنځ دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې اروپايي هیوادونو په اوکراین کې د جګړې په پای ته رسولو کې ددې ټولنې د مشارکت غوښتنه کوي.

ټرمپ په مکرر ډول د امریکا پر لوېدیځو متحدینو د دفاعي لګښتونو د کچې، د سوداګریزو تعرفو پر سر د شخړو او د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له واشنګټن څخه په لږ ملاتړ نیوکه کړې ده.

په ورته وخت کې روټه د دوشنبې په ورځ، په برلین کې د ناټو په پارلماني اسامبلې په ۷۲مه کلنۍ غونډه کې، ایران، روسیه، چین او شمالي کوریا د ناټو سیالان وبلل او ویې ویل چې دا هېوادونه له ازادو ټولنو، ازادو رسنیو او ازادو ټاکنو څخه وېرېږي.

د ناټو عمومي منشي په منځني ختیځ کې د یاد ایتلاف پر غړو هیوادونو د ایران بریدونه د ګواښ په توګه یاد کړل او د ایران، چین او شمالي کوریا سره یې د روسیې پر نږدې همکارۍ هم ګوته ونیوله.