ټرمپ د سعودي د ولیعهد په غوښتنه د سوډان د جګړې حل ته ځانګړې پاملرنه کوي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په غوښتنه چې پدې اونۍ کې سپینې ماڼۍ ته ورغلی و، د سوډان د کورنۍ جګړې د حل هڅو ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا / سعودي سوداګریز فورم ته وویل:

"د اعلیحضرت غوښتنه دا ده چې زه د سوډان په اړه کلک کار دپاره ګام اوچت کړم. دا موضوع زما په پلان کې نه وه چې په کې ښکېل شم."

هغه زیاته کړه:

"ما فکر کاوه چې دا یوازې یوه سرګردانه او له کنټروله وتلې موضوع ده. خو اوس وینم چې دا موضوع ستاسو لپاره او پدې غونډه کې د دې سالون د ډېرو دوستانو لپاره څومره مهمه ده. په سوډان کې به کار پیل کړو."

ټرمپ وروسته د ټروت‌ سوشل په تولنیزې شبکې کې د یوې لیکنې په ترڅ کې وویل:

"په سوډان کې ستر ظلمونه روان دي. دا په نړۍ کې تر ټولو زیات له تاوتریخوالي په یو ډک ځای بدل شوی او همدارنګه تر ټولو لوی بشري ناورین پکې روان دی. خوراک، ډاکټرانو او هر څه ته په بیړني ډول هلته اړتیا ده."

هغه زیاته کړه:

"موږ به د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او منځني ختیځ کې نورو شریکانو سره کار وکړو څو دا جنایتونه پای ته ورسېږي او په عین حال کې سوډان ثبات ومومي."

د سوډان پوځ او د چټکو ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د پلازمېنې خرطوم په زړه کې پیل شوه، یعنې هغه مهال چې هېواد د ملکي حکومت پر لور د بدلون لپاره چمتو کېده. تاوتریخوالی وروسته د هېواد نورو سیمو ته هم خپور شو.

ملګرو ملتونو ویلي چې جګړې له ۱۲ میلیونه ډېر خلک له خپلو کورونو بې‌کوره کړي او د هېواد له نیمایي زیات خلک یعنی شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دا پداسې حال کې ده چې پدې تاوتریخوالو کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

دا پرمختګ په داسې حال کې راغلی چې په رپوټونو کې د دارفور ولایت د الفاشر ښار د ملکي خلکو د ډله ییزو وژنو خبر ورکړ شوی دی، هغه ښار چې د RSF ځواکونو په لاس نیول شوی. ملګرو ملتونو ویلي چې شاوخوا ۴۶۰ ملکي کسان وژل شوي دي.