د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران نویو مشرانو ته خپل خبرداری لا سخت کړی دی او ویلي یې دي که هغوی د امریکا غوښتنې ونه مني او ژر تر ژره یو تړون ته ونه رسیږي، نو امریکا کولی شي په پوځي اقدام حتی د ایران د انرژۍ تاسیسات “په بشپړه توګه له منځه یوسي”.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې له ایراني استازو سره د یوې اوونۍ د خبرو په لړ کې “لوی پرمختګ” شوی دی. هغه دا نوی نظام د پخوانیو مشرانو په پرتله چې د فبرورۍ په ۲۸ د امریکا او اسرائیل په ګډو عملیاتو کې له منځه یوړل شول، “نوی او ډېر معقول رژیم” وباله.
خو ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: “که د کوم دلیل له مخې ژر تړون ونه شي، که څه هم ښایي وشي او که د هرمز تنګی سمدستي ‘د سوداګرۍ لپاره خلاص’ نه شي، نو موږ به په ایران کې ‘خپل په زړه پورې حضور’ داسې پای ته ورسوو چې د هغوی د برېښنا ټول تولیدي مرکزونه، د تېلو څاهګانې او د خارګ ټاپو (او ښایي د اوبو د تصفیې ټولې فابریکې به هم) په بشپړه توګه له منځه یوسو، چې موږ تر اوسه قصداً دا کار ندی کړی.”
ولسمشر ټرمپ وویل چې دا احتمالي بریدونه به د هغو ډېرو سرتېرو او نورو خلکو د غچ اخیستلو لپاره وي چې د پخواني رژیم د ۴۷ کلنې “ترهګرې نه ډکې واکمنۍ” پر مهال د ایران له خوا وژل شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ له (اې بي سي) تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې هغه به د ایراني مذاکراتي استازو نومونه څرګند نه کړي، ځکه چې دا کار “کېدای شي هغوی په ایران کې د ځینو نورو ډلو له خوا له ستونزو سره مخ کړي.”
روبیو وویل چې ایراني استازي له امریکا سره په داسې ډول خبرې کوي چې “پخوانیو چارواکو هیڅکله له موږ سره داسې خبرې نه وې کړې.”
هغه زیاته کړه: “ځینې هغه څه چې هغوی یې ژمنه کوي، او هغه څه چې وایي ترسره به یې کړي، ښکاره ده چې باید عملي یې هم کړي. موږ به دا موضوع په ډېر جدیت سره وازمایو.”
هغه همدارنګه وویل چې امریکا باید د خبرو اترو احتمالي ناکامیدلو په صورت کې ځانګړو حالاتو ته هم چمتو واوسي.