د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) وویل چې متحدوایالتونو، وینزویلا ته نږدې اوبو کې یوه "ډیره لویه" تیل وړونکې کښتۍ نیولی ده.
هغه وویل چې دا تر اوسه پورې ترټولو لویه تیل وړونکې نیول شوې کښتی ده.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د چهارشنبې په ماښام د IBM او Dell په ګډون د کمپیوټر د سترو شرکتونو اجرایوي رییسانو سره په خبرو کې، وویل چې په وینزویلا کې "نور شیان هم روان دي" خو زیاته یې کړه چې نور معلومات به وروسته چمتو شي.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې هغه د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره تازه خبرې اترې نه دي کړي.
ټرمپ زیاته کړه "لکه څنګه چې تاسو ښایي پوهیږئ، موږ د وینزویلا ساحل ته نږدې یوه لویه تیل وړونکې کشتۍ ونیوله. لویه کشتۍ، ډیره لویه. تر ټولو لویه. د نیولو د اقداماتو سره نور شیان پیښیږي. نو تاسو به یې وروسته وګورئ او له ځېنو خلکو څخه به يې په اړه واورئ، کوم چې زما او د هیواد لپاره خورا په زړه پورې دی."
په ورته وخت کې، د امریکا لویې څارنوالې پامیلا باندي وینزویلا ته نږدې په اوبو کې د امریکایي ځواکونو له خوا د تیلو د یوې لویي تیل وړونکې کښتی د نیولو ویډیو خپره کړه.
باندي وویل چې FBI، د کورني امنیت تحقیقاتو او د امریکا ساحلي ساتونکو، د جنګ وزارت په ملاتړ، د هغې کښتۍ د نیولو حکم یې پلي کړ چې د وینزویلا او ایران څخه یې هغه تیل انتقالول چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
باندي وویل چې دغه کښتۍ له کلونو راهیسې تر بندیزونو لاندې وه.
د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د امریکایي ځواکونو لخوا د تیلو وړونکې کښتۍ د نیولو په غبرګون کې د دې اقدام په ملاتړ کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي: "زه د ولسمشر [ډونالډ] ټرمپ د دې پریکړې په کلکه ملاتړ کوم چې د وینزویلا له ساحل څخه یې هغه کښتۍ نیولې چې د وینزویلا او ایران هغه تیل یې لېږدول چې بندیزونه پرې لګېدلي."
ګراهام زیاته کړې"وینزویلا له اوږدې مودې راهیسې د مخدره توکو د ترهګرو دیکتاتورانو لخوا کنټرول شوی هیواد دی چې د متحدو ایالتونو په زیان دی."
ګراهام وویل: " ورته اقدام پر هغو غیرقانوني تیلو وړونکو بیړیو پلي کیدی شي چې اوس مهال د پوتین د جنګي ماشین ملاتړ کوي".
ښاغلي ټرمپ د کولمبیا د ولسمشر او هلته د کوکاینو د تولید په اړه په څرګندونو کې وویل چې د کولمبیا ولسمشر د متحدو ایالتونو سره ډیره دښمني لري او "که هغه هوښیار نه شي، نو هغه به ځان په لوی مصیبت کې واچوي. ښه به وي چې هوښیار شي، که نه نو د ده نوبت به وي. زه هیله لرم چې هغه به غوږ نیسي.."
د امریکا ولسمشر وویل چې کولمبیا د مخدره توکو، په ځانګړې توګه د کوکاین یو لوی تولیدونکی هیواد دی.