ترمپ د ترهگرۍ په ضد په مبارزې او د ناتو په ملاتړ ټینگار وکړ

ترمپ: سپینه ماڼۍ به په سوریې او عراق کې د داعش ډلې ماته یقیني کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلي چې روسیې او ممکن ګڼو نورو هېوادونو د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مداخله کړې وي.

په پولنډ کې د خبرو پر مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې په ټینګه به د شمالي کوریا د بد چلند په وړاندې مقابله وکړي.

د امریکا د جمهوري ریاست د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې روسیه او ممکن ډیرو نورو هېوادونو کې خلکو مداخله کړې وي.

ولسمشر ټرمپ د پولنډ په مرکز وارسا کې له خپل پولنډي سیال انډرزیج ډوډا سره په یوې ګډې خبري غونډه کې ددې مطلب په څرګندولو، له روسیې پرته د نورو هېوادونو نومونه یاد نه کړل.

زه فکر کوم چې روسیه وه او په نورو هېوادونو کې نور خلک هم و. کیدای شوای چې ډیرو خلکو مداخله کړې وای.

ما په ډیره ساده ژبه وویل چې فکر کوم روسیه ډیره ښه شامله وه.

خو فکر کوم چې نور هېوادونه هم دخالت کولای شواي.

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې د روسیې د دخالت په اړه خبرې کوي چې په پام کې ده هغه د لومړي ځل لپاره مخامخ له خپل روسي سیال ویلادمير پوتین سره په جرمني کې وویني.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا د نوي توغندي آزماېښت ته په اشارې د پیونګ یانګ لخوا پیښ خطر د ترهګرۍ له ګواښ سره برابر وباله.

موږ نه یواځې باید د ترهګرۍ له خطر څخه خپل ملتونه خوندي وساتو بلکه موږ باید د شمالي کوریا له خطر سره هم مقابله وکړو. دا یو خطر دی او موږ به ورسره په کلکه مبارزه وکړو.

شمالي کوریا دوه ورځې وړاندې داسې یو توغندی وآزمایه چې ادعا کوي د امریکا الاسکا ایالت ویشتلی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د تازه پارونکي اقدام د غندلو لپاره پرون یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.

دې غونډې کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې نیکلي هیلي خبرداری ورکړ چې که ضرورت شي امریکا به پر شمالي کوریا پوځي برید وکړي.

د امریکا ولسمشر په وارسا کې د منځني خیتځ د حالاتو په اړه هم خبرې وکړي ویې ویل چې سپینه ماڼۍ به په سوریې او عراق کې د داعش ډلې ماته یقیني کړي.

د روسي او امريکايي رهبرانو له سبانۍ لیدنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې ویلي چې واشنګټڼ به له مسکو سره د سوریې په مسلې کې همکاري وکړي.