ټرمپ د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو او تعرفو پلي کول وځنډول

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرایوي فرمان په صاردولو سره په روسیه او د یاد هیواد د تیلو او ګازو د پیرودونکو هیوادونو په وړاندې د نویو بندیزونو او تعرفو یوه مهمه برخه ځنډولې ده او دا یې د متحده ایالتونو د ملي ګټو سره سمه بللې ده.

د رویټرز د شنبې په ورځ (اکټومبر ۱۷) په یو راپور کې وویل، د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان د جمعې په ورځ خپور شو او په هغه کې د ځینو هغو محدودیتونو لپاره معافیتونه شامل دي چې تېره میاشت د امریکا د ولسمشر لخوا توشیح شوي وو.

دا قانون، چې "د ۲۰۲۶ کال د لیندسي ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون" نومېږي، په دې هدف تصویب شو چې پر روسیې اقتصادي فشار زیات کړي ترڅو په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.

د دې قانون له مخې، متحده ایالتونو کولی شوای چې د روسیې د تیلو او ګازو له پنځو لویو پیرودونکو څخه پر وارداتو تر ۱۰۰ سلنه پورې تعرفې ولګوي.

په دې محدودیتونو کې هغه هیوادونه هم شامل وو چې له ټاکل شوي وخت وروسته یې په قصدي توګه له روسیې څخه د انرژۍ پیرود ته دوام ورکړی وای، او یا هم د روسیې له بندیزونو د تیښتې د پنځوس اصلي هیوادونو په ډله کې وو.

ډونالډ ټرمپ په خپل اجرایوي فرمان کې ویلي: "ما کانګرس ته تاییدي استولي چې په اوسنیو شرایطو کې د داسې معافیت ورکول د متحده ایالاتو د ملي منافعو په ګټه دی."

د دې فرمان له مخې، دا معافیتونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې د امریکا ولسمشر یا د هغه د حکومت لوړ پوړي چارواکي دا پرېکړه وکړي چې نورو اقداماتو ته اړتیا ده.

د رویټرز په وینا، دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي چې د تیلو او سون توکو مخ پر لوړېدونکي قیمتونه د امریکا د اقتصاد لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلي دي.

څېړونکي په دې باور دي چې د روسیې د انرژۍ پر لویو پیرودونکو د پراخو تعرفو لګولو کولی شوای چې د تیلو پر نړیوال بازار یې نور فشار راوړی وای او د امریکایي مصرف کوونکو لپاره یې لګښتونه زیات کړي وای.

چین او هند چې د روسیې د تیلو دوه لوی پیرودونکي دي، له دې وړاندې د دغو بندیزونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. چین د امریکا له خارجي بندیزونو سره مخالفت کړی، او هند خبرداری ورکړی و چې نوې تعرفې کیدای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو اغېز وکړي.

د واشنګټن د پرېکړې په ځواب کې، د پانګونې په برخه کې د ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي، کیریل ډیمیتریف، دا اقدام "یوه رښتینې تاریخي شېبه" وبلله او ویې ویل چې یاد قانون کولی شوای د روسیې او امریکا اقتصادي همکارۍ درولي وای.

د نویو محدودیتونو د ځنډولو سره سره، دا وروستی فرمان د روسیې پر وړاندې د امریکا د ټولو پخوانیو بندیزونو د لغوه کیدو په مانا نه دی، او د ولسمشر ټرمپ حکومت د استثناوو د بیاکتنې او د نویو اقداماتو د لګولو په برخه کې خپل ساتلی دی.