د ایران رژیم ته د ولسمشر ټرمپ ۴۸ ساعته ضرب الاجل

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د شنبې په ورځ (مارچ ۲۱مه) نېټه د ایران رژیم ته په دوامداره توګه د هرمز تنګي د بند ساتلو له امله خبرداری ورکړ.

ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشیل" کې په یوه تازه پیغام کې ولیکل: "که ایران له همدې شېبې څخه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه او پرته له کوم ګواښ څخه بېرته و نه پرانیزي، نو متحد ایالتونه به د هغه هیواد بېلابېل برېښنايي تأسیسات په نښه کړي او له منځه به یې یوسي."

ټرمپ په دې پیغام کې، چې د واشنګټن په وخت د شنبې په ۷:۴۴ بجو خپور شو، لیکلي چې متحده ایالتونه به خپل برید "لومړی له تر ټولو لویو تأسیساتو پیل وکړي!"

تر دې مخکې، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وو چې د "حماسي قهر عملیات" د ټاکلي مهالویش څخه "په څرګنده توګه مخکې" روان دي او "تمه ده چې ډېر ژر پای ته ورسېږي."

متحده ایالتونه او ځینې متحدین یې هڅه کوي چې د هرمز مهم تنګی خوندي کړي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې ایران په قطر کې د ګازو پر تأسیساتو او د سیمې په څو نورو مهمو ځایونو بریدونه کړي دي.

د قطر د انرژۍ وزیر ویلي چې د دې هېواد د مایع ګازو پر تأسیساتو باندې د ایران برید د قطر د صادراتو وړتیا ۱۷ سلنه راکمه کړې ده چې بیا رغونه یې کېدای شي تر پنځو کلونو پورې وخت ونیسي.

ایران همدارنګه په کوېټ، بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د انرژۍ پر تأسیساتو هم بریدونه کړي دي.

د دې بریدونو په پایله کې، په نړیوال بازار کې د نفتو بیې لوړې شوې دي او د هر بیرل بیه شاوخوا ۱۰۷ ډالرو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، د ایران رژیم پر ضد د امریکا او اسراییلو د ګډو عملیاتو له پیل راهیسي، چې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه پیل شول، د نړۍ مالي بازارونو کې د اسهامو بیې هم په څرګند ډول راټیټې شوې دي.

د دې وضعیت د مهارولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو لپاره، امریکا او متحدینو یې د ایران پر وړاندې ګڼ اقدامات پیل کړي دي. په دې کې د هغو جنګي جټ الوتکو کارول هم شامل دي چې په ټیټه ارتفاع کې الوتنې کوي تر څو د ایران برید کوونکې بېړۍ په نښه کړي، او همدارنګه د اپاچي هیلیکوپترونو څخه کار واخلي څو د ایران بې‌پیلوټه الوتکې هدف وګرځوي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال دن کین، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د جنګ په وزارت کې په یوه خبري غونډه کې د دې عملیاتو جزییات وړاندې کړل.

کین وویل چې د هرمز تنګي پر سر او د ایران د جنوبي ساحلونو په اوږدو کې د (A-10) ډوله جنګي الوتکو، چې د "وارت‌هاګ" په نوم هم پېژندل کېږي، او اپاچي جنګي هیلیکوپترونو ماموریتونه ترسره کړي دي.