ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د کاناډا مشران چین ته اجازه ورکړي چې خپل ارزانه توکي د کاناډا له لارې امریکا ته ولېږي، نو متحده ایالتونه به پر کاناډا ۱۰۰ فیصده تعرفه ولګوي.
ټرمپ د شنبې په ورځ د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» له لارې د کاناډا صدراعظم مارک کارني ته په اشارې په یو پوست کې ولیکل:
«که والي کارني فکر کوي چې کاناډا به د چین لپاره د توکو د تخلیې پداسې بندر بدل کړي چې توکي او محصولات امریکا ته ولېږي، نو هغه سخت تیروتی دی. چین به کاناډا ژوندی وخوري، په بشپړه توګه به یې له منځه یوسي، د هغوی سوداګریز کاروبار، ټولنیز جوړښت او د ژوند عمومي طرز به تباه کړي.»
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د همدې موضوع په اړه په بل پوسټ کې هم ولیکل: «چین په بریالیتوب او په بشپړه توګه د کاناډا هیواد چې یو وخت ستر هېواد و، تر خپل کنترول لاندې راولي. ددې لیدل خورا خواشینونکي دي.»
د امریکا د مالیې وزير سکاټ بېسنت د يکشنبې په ورځ د(اې بي سي) ټلوېزيون د (دیس ویک) په نوم خپرونې سره په مرکه کې وويل چې کاناډا پر چينايي برقي موټرو تعرفې راکمې کړې دي او ويې ويل چې د متحدو ايالتونو دپاره دا اقدام د منلو وړ ندی.
هغه وويل:«موږ دیته اجازه نشو ورکولای چې کاناډا په داسې يوې لارې بدله شي چې چينايان خپل ارزانه توکي ترې امريکا ته ورسوي. »
بېسنت وويل:«صدراعظم کارني چين ته ولاړ، بېرته راستون شو، او پر چينايي توکو باندې یې د صنعتي چارو ځينې تړلې تعرفې لرې کړې. موږځينې وختونه د موټرونو په برخه کې له کاناډا سره يو شریک او تړلی بازار لرو . زما په اند هغه د برقي موټرو تعرفه له ۱۰۰ فیصدو څخه ۶ فیصدو ته راکمه کړه.»
کارني، چې د جنورۍ په نیمایي کې يې چين ته سفر کړی و، د يکشنبې په ورځ ټينګار وکړ چې کاناډا له چين سره د ازادې سوداګرۍ د تړون «هيڅ نيت» نه لري.
کارني وويل چې کاناډا د متحدو ايالتونو-مکسيکو او کاناډا سوداګریز تړون یا (USMCA) تر چتر لاندې پر خپلو ژمنو ولاړه ده او «درناوی» یې کوي. دا درېاړخيز د ازادې سوداګرۍ تړون د کاناډا، مکسيکو او امريکا تر منځ لاسلیک شوی چې پر بنسټ یې له خپلو غړو غواړي چې د نورو شريکانو له مخکينۍ خبرتيا پرته له هغو هیوادونو سره چې ازاد بازار نلري د ازادې سوداګرۍ تړون ونه کړي.
کارني وويل:«هغه څه چې موږ له چين سره تر سره کړل د هغو ځينو ستونزو اصلاحات و چې په تېرو څو کلونو کې رامنځته شوي وو.»
هغه ټينګار درلود چې دا کار «په بشپړ ډول» د متحدو ايالتونو-مکسيکو او کاناډا د درېاړخيز سوداګريز تړون سره سمون لري.
د متحدو ايالتونو-مکسيکو او کاناډا سوداګریز تړون چې د ۲۰۲۰ کال د جولای په لومړۍ نېټه نافذ شو، د نفتا یا (د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون) پر ځای فعاله شو او «لا متوازن او متقابل تجارت رامنځته کوي چې د امريکايانو لپاره د لوړو معاشونو د دندو ملاتړ کوي او د شمالي امريکا اقتصاد ته وده ورکوي.»
د امريکا د سوداګرۍ د استازي د دفتر په وينا، په ۲۰۲۲ کال کې د (USMCA) تر چتر لاندې د امريکا د توکو ټولې سوداګريزې راکړې ورکړې کچه شاوخوا ۱.۸ ټريليون ډالرو ته رسېدلې وه.
صادرات ۷۸۹.۷ ميليارده ډالره وو، واردات ۹۷۴.۳ ميليارده ډالره وو. د ياد دفتر په وينا، په ۲۰۲۲ کال کې د (USMCA) سره د امريکا د توکو سوداګريز کسر ۱۸۴.۶ ميليارد ډالره و.