ایران ته د ټرمپ تازه خبرداری: که هوکړې ته ونه رسېږئ، له نوي کال وروسته به بریدونه بیا پیل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته تازه خبرداری ورکړی چې که واشنګټن او تهران هوکړې ته ونه رسېږي نو هغه چمتو دی چې له نوي کال وروسته پر ایران د پوځي بریدونو امر وکړي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ (نومبر ۲۲مه) له فاکس نیوز شبکې سره په یوې مرکې کې ټینګار وکړ چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې اوسمهال روانې دي، خو هغه دا مذاکرات "بې مانا" وبلل.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه ایراني مرکچیان د خبرو اترو په "خرابولو" تورن کړل ویې ویل چې دوي د متحدو ایالتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په ترڅ کې او د منځمهالو ټاکنو وروسته، د مذاکراتو په بهیر کې "ناغیړي" کوي.

ولسمشر ټرمپ په مرکه کې وویل: "هغوی (ایرانيان) اوس د ټاکنو څخه مخکې په پرتله ډېر تاوتریخجن شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ وویل چې د امریکايي ځواکونو لخوا د ایران له سمندري محاصرې نه ۱۳۰ ورځې تېرې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ د ایران له خوا د محاصرې د ماتولو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: "زه هیله لرم چې دوی دا کار وکړي، ځکه چې دوی د خپل سمندري ځواکونو د پاتې برخې په څېر به ټول د سمندر په تل کې وي."