ټرمپ: ویټکاف د ایران په هوکړې کار کوي؛ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [اکتوبر ۷مه] د ټکزاس په سان انتونیو کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل چې ایران نور د جګړې ډېر توان نه لري او له دغه هېواد سره به جګړه "ډېر ژر" پای ته ورسېږي.

ټرمپ وویل چې د امریکا پوځ په هرمز تنګي کې د تېلو د لېږدوونکو کښتیو سره په مرستې بوخت دی او د ایران سمندري محاصره لاهم دوام لري. ده وویل: "په تېرو دریو شپو کې د هرمز تنګي په تاریخ کې تر بل هر وخت موږ ډېر تېل ایستلي دي – موږ ډېر تېل را ایستلي دي."

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "لکه څنګه چې ما ژمنه کړې وه، زه به ډاډ ترلاسه کړم چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ونه لري. هېڅکله! هېڅکله! هغوی په دې پوهېږي."

ولسمشر ټرمپ، د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام په اړه وویل، دا هغه څه وو چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو کلونه وړاندې باید ترسره کړی وای، خو د هغه په وینا "هېچا نه غوښتل دا کار وکړي."

هغه وویل: "موږ بله چاره نه درلوده، ځکه موږ نشو کولی اجازه ورکړو چې هغوی [ایران] اټومي وسلې ولري."
ولسمشر ټرمپ وویل، که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي وای نو د امریکا پر ښارونو به کارولې وای.

ټرمپ د تېلو د بیو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ځینو فکر کاوه چې بیې به درې چنده، څلور چنده او حتی پنځه چنده شي خو د تمې خلاف داسې ونه شول.

ولسمشر ټرمپ د سولې لپاره خپل خاص استازی سټیف ویټکاف چې د سان انتونیو په غونډه کې یې برخه اخېستې وه، وستایه او ویې ویل چې هغه له ایران سره پر یوې هوکړې کار کوي او "ډېر ښه پرمخ ځي".

په ورته وخت کې، د اکسیوس خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت څو ورځې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ته امر کړی چې په ایران کې د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی بشپړ کړي.

سپینې ماڼۍ او د جګړې وزارت تراوسه رسما پدې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د اکسیوس په راپور کې راغلي چې د عملیاتو د پیل لپاره کومه ځانګړې نېټه نه ده ټاکل شوې، او دا چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.