د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۴ او ۱۵ بیجینګ ته د سفر نیت لري خو ددې سفر نه څو ورځې وړاندې، امریکا او چین لا هم د ایران، شمالي کوریا او تایوان په تړاو د دریځونو له امله له دوامدار اختلاف سره مخ دي.
د همدې کال په پیل کې د ایران پر ضد د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو دا وښوده چې بیجینګ تر ډېره د ایراني تېلو پر وارداتو تکیه لري، چې د تهران لپاره د عوایدو مهمه سرچینه ده.
د اپرېل په ۲۴، د امریکا مالیې وزارت پر ځینو چینایي تصفیه خانو بندیزونه ولګول، چې ویل کېږي له ایران څخه تېل اخلي. پدې کې د "هنګلي پیټروکیمیکل" په نوم لویه تصفیه خانه هم شامله ده.
د چین د سوداګرۍ وزارت بیا د شنبې په ورځ خپلو شرکتونو ته امر وکړ چې دا بندیزونه له پامه وغورځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، که شرکتونه د امریکا بندیزونه له پامه وغورځوي، نو واشنګټن به نور لارې چارې هم ولري، لکه ثانوي بندیزونه.
هغه زیاته کړه: "موږ دا اقدامات یوازې د سمبولیک هدف لپاره نه کوو. "
تر دې مخکې، امریکایي ځواکونو د ایران اړوند تېلو یوه بیړۍ چې چین ته روانه وه، ضبط کړه، او د امریکا مالیې وزارت خبرداری ورکړ چې که ځینې چینایي بانکونه د ایران سره مالي راکړه ورکړه کوي، نو ښايي پر دوي هم بندیزونه ولګول شي.
ولسمشر ټرمپ د اپرېل په ۱۵ وروسته له هغې چې ځینو رپوټونو کې ادعا وشوه چې بیجینګ تهران ته د هوايي دفاع سیستمونه ورکوي، وویل چې چین موافقه کړې چې ایران ته به وسلې نه ورکوي. چین دا تورونه په بشپړه توګه جعلي وبلل.
متحدو ایالتونو د پاکستان په منځګړتوب له ایران سره خبرې کوي، څو داسې تړون ته ورسېږي چې د تهران د اټومي وسلو هڅې او د هرمز تنګي کې سمندري تګ راتګ ازاد شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بیجینګ کې د خپل چینایي سیال وانګ یي سره ولیدل. روبیو وویل هیله لري چې چین به ایران ته دا ووایي چې په تنګي کې بندیزونه د تهران نړیوال انزوا زیاتوي. وانګ یي بیا د “دښمنیو بشپړ درول” مهم وبلل.
چین د شمالي کوریا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی چې واشنګټن یې له مهمو ګواښونو څخه یو ګڼي. دواړه چین او شمالي کوریا هڅه کوي په ختیځه اسیا کې د امریکا نفوذ محدود کړي.
وانګ یي تېره میاشت پیونګ یانګ ته سفر وکړ او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې ولیدل.
تر دې لیدنې وروسته، کیم د روان کال خپل اووم بالستیک توغندی وازمویه. روبیو ویلي چې شمالي کوریا زرګونه لنډ واټن ویشتونکي توغندي لري چې په منځني ختیځ کې امریکایي اډو ته رسېدلی شي.
د امریکا د جګړې وزیر پیت هیګسیت وویل چې ایران اتومي وسلو ته د رسیدو دپاره د شمالي کوریا د ستراتیژۍ تقلید کوي، یعنې لومړی دودیز توغندي کاروي څو د فشار مخه ونیسي او ورو ورو اټومي وسلو ته ورسېږي.
بل مهم حساس ټکی د تایوان مسله ده، چې یو خودمختار ډیموکراتیک ټاپو دی او د امریکا اقتصادي او پوځي شریک ګڼل کېږي. وانګ یي ویلي چې تایوان د امریکا او چین ترمنځ “تر ټولو لوی خطر” ګڼل کیږي.
د امریکا د ۲۰۲۵ کال د ملي امنیت ستراتیژي کې ټینګار شوی چې واشنګټن د تایوان تنګي کې د موجود وضعیت د یو اړخیز بدلون ملاتړ نه کوي، او مهم لومړیتوب د احتمالي شخړې مخنیوی بولي.
چین تایوان خپله جلا شوې سیمه ګڼي او ژمنه یې کړې چې که اړتیا وي، په زور به یې بېرته له ځان سره یو ځای کړي