د دونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ

جمهور رئیس ټرمپ حدوداً هره ورځ د خپلې کابینې له غړو سره ویني.

جمهور رئیس ټرمپ اکثراْ له کورني او بهرني میلمنو سره په خپل دفتر کې چې "اوول آفس" نومېږي، ویني.

ولسمشر دونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ مسئولیت لري چې په سپینه ماڼۍ کې د نورو هیوادونو مشرانو ته ښه راغلاست وه وايي.

د سپینې ماڼۍ شين اتاق هغه ځای دی چې جمهور رئیس او نور میلمانه له رسنیو سره د مخامخ کیدو مخکې انتظار کوي.

د جمهور رئیس دفتر چې د "اوول آفس" په نامه یادیږي یو تاریخي اتاق دی او اکثره میلمانه همدلته له جمهور رئیس سره عکس اخلي.

جمهور رئیس ټرمپ د امریکا په جنوبي سیمو کې د ورستیو طوفانونو پر مهال له سیمه ایزو چارواکو سره مخامخ په تماس کې وو.

د کال په ګرمو ورځو کې ځیني پروګرامونه او ناستې د سپینې ماڼۍ په باغچه کې ترسره کیږي چې د "روز گارډن" په نامه یادیږي.

جمهور ​رئیس د مهمو پریکړو پر مهال له خپلو مشاورانو سره خبرې کوي.

د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د رامنځته کیدو وروسته، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د نړۍ زیات شمیر مشران سپینې ماڼۍ ته راغلي دي.

دا دې سپینې ماڼۍ د کابینې خونه ده او دلته جمهور رئیس د خپل کابینې له غړو سره ګوري.

د جمهور رئیس او سپینې ماڼۍ ته د راغلو بهرنیو مشرانو خبري ناستې په شرقي خونه کې تر سره کیږي.

ځیني فرهنګي جشنونه د سپینې ماڼۍ په انګړ کې د سلهاو میلمنو په ګډون تر سره کیږي.

په سپینه ماڼۍ کې تقریباٌ د متحده ایالتونو ټولو جمهور رئیسانو کار او ژوند کړی دی.