تحریک طالبان پاکستان د اختر په ورځو د اوربند اعلان کړی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان یوې غیر قانوني وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، چې په ټي ټي پي هم مشهوره ده، د پنجشنبې په سهار د درې ورځني اوربند اعلان وکړ. دې ډلې دا اعلان د یوې مهمې اسلامي مذهبي ورځې، کوچني اختر څخه مخکې وکړ.