په ترکیه کې د فیشن او مود نړیواله اونۍ

په ترکیه کې د معتدل فیش او مود نړیواله اونۍ په داسې حال کې پیل شوه چې دغه هیواد په نړۍ کې د نوښتگرو محافظه کاره کالیو په جوړولو کې شهرت لري.

په دغه دوه ورځنۍ ننداره کې چې د "موډانیزا" په نامه د اسلامي فیشن یوې آنلاین موسسې جوړه کړې وه، اوه ډیزاینرانو برخه اخیستې وه.

د موډانیزا د موسسې رئیس کریم توری، وایي "مونږ غواړو چې د معتدل فیشن یو عمده تگلاره رامنځ ته کړو او اسلامي ټولنې وهڅو چې د میرمنو لپاره داسې کالي تولید کاندي چې هم د هغوی قاعده په کې مراعت شوی وي او هم شیک او ښکلي وي."

د ترکیې د مود او فیشن د نندارې یوه څنډه

د کالیو د صنعت د کارپوهانو د اټکل له مخې په ترکیه کې له هرو دریو څخه دوه ښځې ټکری پر سر کوي.

معتدل فیشن په نړۍ او ترکیه کې یو مخ په ودې بازار دی. د اسلامي اقتصاد د نړیوال رپوټ د اټکل له مخې تر ٢٠٢٠ کال پورې به په نړیواله کچه پر اسلامي کالیو باندې د خلکو مصرف ٣٢٧ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.

ډیزانیران وایي دا یو مخ په ودې صنعت دی چې ترکیه د اروپایي او آسیایي بازارونو ترمنځ د یو طبیعي پله په توگه رول لوبوي.

د واده د کالیو نمونې

د فیشن دغه ننداره په داسې حال کې جوړیږي چې په ترکیه کې د سیکولاریزم په اړوند بحثونه بیا پیل شوي. ترکیه یو اسلامي هیواد دی چې په اساسي قانون کې یې سیکولر اوصولو ته درناوی شوی دی.

خو تیره میاشت د ترکیې د پارلمان رئیس اسماعیل قهرمان وویل چې "د هیواد اساسي قانون باید پر مذهب باندې ولاړ وي". د هغه دغه خبرې بحثونه رامنځ ته کړل، د ټولنې سیکولر اړخ یې اندیښمن کړ او په استانبول کې یو لړ کوچني اعتراضونه هم وشول.

دا هم ددې نندارې د مختلفو ډیزاینرانو د کالیو بله نمونه

د ٢٠٠٢ کال راهیسې چې په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ اسلامپاله گوند واکمن شوی محافظه کارو ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې د حجاب سره پوهنتونونو او دفترونو ته لاړې شي، خو په ٢٠١٣ کال کې وو چې واکمن اسلامپاله گوند په دې بریالی شو چې د څو لسیزو نافذ بندیزونه لغوه کړي چې په محافظه کارو ښځینه مامورینو او وکیلانو باندې د ټکري پر سر کولو په اړه لگیدلي وو.