په ترکیې کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی

د ترکیې چارواکي وايي برید کوونکي د میوو سبزیجاتو په یو ګاډي کې دوه ټنه چاودیدونکي توکي ځای کړي وو.

له ترکیې نه راپورونه وايي چې د کردانو د کارګر کوند د یکشنبې په ورځ د ترکیې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید کړی دی لږ تر لږه دوه پولیس یې وژلي او ۲۴ نور یې ژوبل کړي دي.

په سیمه کې د والي دفتر وايي چې برید د ایران سره پولې ته نژدې د اګري په ولایت کې شوی دی.

والي وايي ځانمرګي په خپل ګاډي کې دوه ټنه چاودیدونکي توکي ځای کړي وو.

دغه ځانمرګی برید د کردانو د کارګر د کوند پي کی کی او ترکیې د حکومت ترمنځ د شخړې وروستۍ بېلګه ده، ترکیې همدا څو ورځې مخکې په ترکیې کې د ننه او په عراق کې په کردي یاغیانو بمبارۍ شروع کړي دي.

د عراقي کردستان ولسمشر یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې له دواړو غاړو غوښتل شوي چې د سولې بهیر له سره پيل کړي.

مسعود برزاني دا خبره هم کړې چې باید د پي کی کی جنګیالي د عراق له کردستان څخه ووځي چې د ترکیې په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو د تلفاتو مخه ونیول شوي، ښاغلي برزاني په همدې حال کې د ترکیې هوايي بریدونه هم غندلي دي.

نوموړي په خپلې اعلامیې کې ویلي " موږ د کردانو پر سیمې هوايي بمبارۍ غندو چې له کبله یې ولسي خلک شهیدان کیږي. موږ پر ترکیې غږ کوو چې په ولسي خلکو بیا بمبارۍ ونکړي. "

د برزاني په مشرۍ د کردستان ډیموکراتیکه ډله ډېر کم له پي کې کی سره اختلاف پیدا کوي، خو دغې ډلې بیا هم خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د عراق په غرنیو سیمو کې دې ځان ته خوندي او پټ ځایونه جوړ کړي.