د کاناډا په ځنګلونو کې اور قابو کیدو ته نږدې شوی

د البرټا ایالت په ځنګلونو کې د اور لګیدو له وجې لس ګونه زره خلک بې کوره شویدي.

د کاناډا د البرټا په ایالت کې چې د تیرو لسو ورځو راهیسې پکې ځنګلونو اور اخیستی، او لس ګونه زره خلک یې بې کوره کړیدي، نن د چارواکو سره هیله پیدا شویدي چې ښایي اور به قابو کړي.

د البرټا اعلی وزیرې ریچل نوټلي ویلي دي اور تر دې حده قابو شوی چې هغې وکړی شو سیمې پخپله ولاړه شي. حکومت اوس کوښښ کوي چې د بې ځایه شویو خلکو د بیرته ستنیدو لپاره لارې چارې ولټوي.

پرون شپه هوا یو څه سړه وه او نری باران هم شوی چېد اور د سړیدو مهم عوامل ګڼل شویدي.

د البرټا ایالت د مک موري د سیمې نه چې د لسو ورځو راهیسې پکې ځنګولونو اور اخیستی، شاوخوا اتیا زره خلک بې ځایه شوي او شپاړلس سوه کورونه پکې سوځیدلي دي.

په سیمه کې ګاز قطع شوی، بریښنا کوټ هم سوځیدلی او د څښاک اوبه هم د روغتیایي اندیښو له وجې د څښلو لپاره مناسبې ندي. حکومت نن سیمې ته یوه ډله لیږي چې معلومه کړي آیا خلک کولی شي بیرته خپلو کورنو ته ستانه شي که نه.

د کاناډا په پارلمان کې د همدې سیمې استازي ډیوډ یورډیګا خبریالانو ته وویل چې " په سیمه کې د حالاتو عادي کیدو ته ډیر خوشبین دی. " ښاغلي یورډیګا زیاته کړه چې " مونږ به ډیر ژر بیرته پخپلو پښو ودریږو، رغتون، ښوونځي او فابریکې به مو بیرته ډیر ژر فعالې شي. "

د پارلمان دغه غړي همدارنګه وویل چې اتیا په سلو کې خاوره یې کتلې او هلته اکثره کورنو ته هیڅ زیان ندی اوښتی او په ځینو ځایونو کې خو داسې معلومیږ چې " هلته هیڅ اور نه وي لیګدلی."

د کاناډا د البرټا ایالت د سعودي عربستان او وینزویلا نه وروسته د تیلو د زخیرو پر اساس د نړۍ دریم ستر ځای دی. سره لدي چې اور د تیلو غټو زخیرو او تصفیه خانو ته ندی رسیدلی خو د تیلو استخراج او تفصیه کول په بشپړه توګه بند شوي او کارکوونکي د خپلو کورنیو سره یو ځای نورو سیمو ته کډه شویدي.

داسې اټکل کیږي چې ښایي د لږ تر لږه دوه یا درې نورو اونیو پورې به هم د تیلو تولیدات پیل نشي. د همدغواندیښنو له کبله د نړۍ په بازارونو کې د خامو تیلو بیعې هم لوړې شویدي.

شاوخوا پنځلس سوه اور وژونکي شپه او ورځ لګیا دي کار کوي او کوښښ کوي چې اور مړ کړي او پرې نږدي چې لمبې نورو سیمو ته وغځیږي.

تر اوسه پدې اور کې څوک مړه شوي ندي خو یوازې دوه تنه پرون چې کوښښ یې کاوه، د سیمې نه ووځي، موټر یې ټکر کړی او وژل شویدي.