پداسې حال کې چې د ایټالیا په پایتخت روم کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې روانې دي، د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي ځواکونو او حزبالله ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
اسرائیلي پوځ وايي، د چهارشنبې په ورځ لبنان په جنوب کې د حزبالله په یوه برید کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل شوي. پوځ دغه پېښه د اوربند "ښکاره سرغړونه " بللې او په غبرګون کې یې د حزبالله پر اهدافو بریدونه کړي دي.
اسرائیل د پنجشنبې په ورځ اګست ۶مه له دوو وژل شويو سرتېرو څخه د یوه مړی خاورو ته وسپاره. د پوځ په وینا، له جون ۲۸ وروسته دا د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي سرتېرو د وژل کېدو لومړۍ پېښه ده.
بلخوا، د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو په یوه برید کې په تیبنین کې یو کس وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د امریکا غږ فارسي څانګې ته ویلي چې په روم کې د اسرائیل او لبنان خبرې "ډېرې رغنده " وې او د پنجشنبې په ورځ به هم دوام وکړي.
د دغه امریکايي چارواکي په وینا، خبرې پر یو لړ سیاسي او پوځي مسایلو متمرکزې وې او تخنیکي ټیمونو د درې اړخیز چوکاټ د عملي کولو د مهمو جزئیاتو په ټاکلو کې پرمختګ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن د اسرائیل او لبنان ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي.
د وزارت ویاند ټامي پیګټ ویلي چې امریکا ژمنه ده له اسرائیل او لبنان سره د دې بهیر د پرمخ وړلو لپاره کار وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې خبرې به د دواړو هېوادونو لپاره د تلپاتې امنیت، د اسرائیل پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو او د لبنان د دولت د حاکمیت د بیا ټینګښت سبب شي.
د لبنان جنوبي سیمې، په ځانګړي ډول د اسرائیل پولې ته څېرمه سیمې، له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د امنیتي کړکېچ له مهمو مرکزونو څخه دي.