ورزش او په ټولنه کې د ښځو پياوړتیا

کلثوب عبدالله هغه پاکستاني الاصله امریکایۍ ده چې لومړی یې د امریکا د وزن پورته کولو فدراسیون او ورپسې یې د دغه ورزش نړیوال فدارسیون اړ ایستل چې د خپل د جامو په شرایطو کې بدلون راولي تر څو حجاب لرونکې مسلمانې ښځې هم وکړای شي د وزن پورته کولو په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د کلثوم عبدالله ویب پاڼه "LiftingCovered.com" د وزن پورته کولو ورزش ته د هغې د مخه کولو کیسه او د دغه ورزش د نړیوال فدارسیون د جامو د شرایطو د بدلولو هڅې په تفصیل بیان کړي دي.

۳۸ کلنه کلثوم عبدالله د پاکستان له یوې سنتي محافظه کاره سیمې څخه امریکا ته راغلې او د ۲۰ کلونو په عمر یې د وزن پورته کولو ورزش سره علاقه پیدا کړه.

کلثوم عبدالله د تمرین په حال کې.

مریم شریفي په کابل کې د AERCS په نامه د یوه غیر انتفاعي سازمان بنسټ ایښودونکې ده. هغه په دغه سازمان کې غره ته د ختلو یو ښونځی لري چې له دې لارې ځوان متشبثین روزي.

مریم شریفي د امریکا د کلورادو ایالت په یوه ورزشي مرکز کې غره ته د ختلو د تمرین په حال کې.

مریم شریفي د کلورادو په ایالت کې د خصوصي تشبثاتو په برخه کې زدکړې کوي او هغه په دې عقیده ده چې غره ته د ختلو له لارې کیدای شي خلکو ته د پیاوړتیا، د سختیو د ګاللو او پر ځان د باور درس ورکړل شي.

مریم شریفی په افغانستان کې د یوه غره کمره ته د ختلو په حال کې. آغلې شریفي هیله لري افغانستان یوه ورځ د نړیوالو کمره ختونکو کوربه اوسي.