سپینه مانۍ پاکستان او طالبانو ته: شخړې د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل کړئ

سپینې ماڼۍ د پاکستان او طالبانو څخه وغوښتل چې روانې شخړې د خبرو او دپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو په اړه امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې په یو استول شوي ایمیل کې لیکلي: «متحده ایالتونه وضعیت له نژدې څاري او پاکستان او طالبان هڅوي چې په شخړو کې تازه زیاتوالی د خبرو او دیپلوماسې له لارې حل کړي.»

د سپنې ماڼې په دغه ایمل کې همدغه راز ویل شوي دي چې «متحده ایالتونه د ترهګرۍ هر ډول غندي او ټولې خواوې هڅوي چې دا ډاډ ورکړي د ترهګرو له لوري یې قلمرو د سرحدونو څخه د باندې د ګاونډیانو په ضد د بریدونو لپاره ونه کارول» شي.

د سپېنې ماڼۍ د یو مقام دا خبرې په کابل کې د پاکستان د تېرې شپې (مارچ۱۶) د بریدونو په اړه د امریکا غږ د یو ایمیل په ځواب کې استول شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ په کابل کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې 'سلګونه کسان وژل شوي'

طالب مقامات ادعا کوي چې پاکستاني الوتکو په کابل کې د معتادینو یو روغتون وېشتلی او څه باندې ۴۰۰ کسان یې وژلي دي، خو پاکستاني چارواکي وايي چې دوی پوځي تاسیسات په نښه کړي او بریدونه یې دقیق وو.

ملګرو ملتونو د دغو بریدونو په اړه د عاجل، شفاف او بې پرې تحقیق غوښتنه کړې ده.