د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تائید کړې چې پوځیانو یې د ایران د سپاه پاسداران پر هغو ځواکونو برید کړی چې غوښتل يې د هرمز په تنګي کې ماینونه ښخ کړي.
سنټکام د یکشنبې په شپه په خپلې اېکس پاڼې کې د یوه لنډ بیان په خپرولو سره لیکلي چې امریکايي ځواکونو د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره د ایران پر وړاندې تازه پوځي اقدام کړی دی.
د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي: "په اصل کې ایران ګواښ رامنځته کړی و او د امریکا پوځ د ملکي بېړۍ چلوونکو، سوداګریزو بېړیو، او د نړیوالې سوداګرۍ د ازاد جریان د ساتنې لپاره هغه له منځه یوړ".
تر دې مخکې، امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې امریکايي پوځیانو د یکشنبې په ورځ [اګست ۳۰مه] د ایران په لارک ټاپو کې د توغندیو دوه توغونکې دستګاوې له منځه وړي دي.
یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی ذکر شوی، د اکسیوس خبري شبکې ته ویلي چې د امریکا پوځ په هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د ځای پر ځای کولو د مخنیوي لپاره د ایران پر پوځي اهدافو برید وکړ.
دا د جولای میاشتې له وروستیو ورځو نه پس، د امریکايي پوځیانو لومړنی برید ګڼل کېږي چې په ترڅ کې یې د ایران پوځي تاسیسات په نښه کېږي.
په همدې حال کې یو بل امریکايي چارواکي د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې ایران ددغو بریدونو په ځواب کې په اردن کې د متحدو ایالتونو پر پوځي اډو بالستیک توغندي توغولي دي.
چارواکي زیاته کړې چې د ایران په ځوابي بریدونو کې پوځي اډو ته کوم زیان ندی رسېدلی او د مرګ ژوبلې په هم راپور نه دی ورکړل شوی.
امریکايي پوځیانو تېره اونۍ خبر ورکړ چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ له مسیر نه يې ټول ماینونه اېستلي او شنډ کړي دي.
په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د ایران کومه کښتۍ د نویو ماینونو د ښخولو هڅه وکړي نو "سمدستي او په منظمه توګه به ویجاړه شي".
ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې "د ماینونو د ځای پرځای کولو په اړه د صفر زغم پالیسي په بشپړ ډول نافذه او اغېزمنه ده”.