د امریکا پوځي مشران او ځینې قانون جوړونکي وایي چې د امریکا وسلهوال ځواکونه باید خپلواک (Autonomous) سیسټمونه په چټکۍ سره په عمل کې وکاروي او د بېلابېلو پوځي څانګو ترمنځ یې لا ښه همغږي رامنځته کړي، څو په راتلونکو جګړو کې له سیالانو مخکې شي.
پدې موضوع د دفاعي ټکنالوژۍ په یوه کنفرانس کې هم بحث وشو چې د دې اوونۍ په ترڅ کې په واشنګټن کې د (جنرال ډاینامکس انفارمېشن ټکنالوژۍ) (GDIT) له خوا جوړ شوی و.
د امریکا د پوځ برید جنرال انتوني ګیبس وویل چې خپلواک سیسټمونه د راتلونکې جګړې استازیتوب کوي او هغه پوځونه چې وکولای شي دغه سیسټمونه په پراخه کچه وکاروي، د راتلونکو شخړو شرایط به هم دوی ټاکي.
هغه د "بازار" یا سیالۍ پر بنسټ د یوې تګلارې یادونه وکړه، چې له مخې یې پوځي واحدونه کولای شي بېلابېلې بېپیلوټه الوتکې وازمويي او هغه پکې انتخاب کړي چې غوره کار کوي. نوموړي همدارنګه له پنټاګون څخه وغوښتل چې د خصوصي پانګې اچونې څخه ښه ګټه واخلي، ځکه د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ مالي کال کې دفاعي سکټور ته د خصوصي پانګونې کچه نږدې دوه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه:
"د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې اوس مهال له غیر دودیزو سرچینو څخه دفاعي سکټور ته څومره زیاته پانګونه روانه ده. "
د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان جي جي موراوسکي وویل چې سمندري ډګر ځانګړې ننګونې لري. هغه په ارام سمندر کې د "فاصلې یا واټن ستونزې" ته اشاره وکړه، چیرې چې بېسرنشینه بېړۍ باید د ماموریت سیمو ته د رسېدو لپاره ډېر اوږد واټنونه ووهي.
هغه وویل ، "موږ سطحي بېړۍ او وسایط لرو، او د دوی د ماموریت سیمو ته د رسېدو لپاره سلګونه یا زرګونه میله سفر کوو څو وړتیاوې وړاندې کړو. نو په بنسټیز ډول، دا یوه ستره ننګونه ده. "
د امریکا د سمندري ځواکونو (Marine Corps) ډګروال متیو ریچي وویل چې د هند/ ارام سمندر سیمه د امریکا د منځني ختیځ د وروستیو عملیاتو په پرتله بشپړې بېلابېلې ننګونې لري ځکه دا سیمه ډېره پراخه ده، ځواکونه یې خپاره پراته دي او لوژستیکي اړتیاوې یې ډېرې پېچلې دي.
د هند/ ارام سمندر سیمه، چې چین، تایوان او د ختیځې اسیا ډېری برخې پکې شاملې دي، د امریکا د دفاعي پلان جوړونې یوه اساسي برخه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو احتمالي شخړو کې بریا به تر ډېره پدې وړتیا پورې تړلې وي چې پوځي څانګې وکولای شي د هدف ټاکلو معلومات (targeting data) له یو بل سره شریک کړي او په پراخه جغرافیایي ساحه کې عملیات همغږي کړي.
هغه وویل ، "سمندري ځواکونه، پوځ، هوايي ځواک او فضايي ځواک باید وتوانېږي چې هدفونه یو بل ته وسپاري. "
نوموړي زیاته کړه چې خپلواک سیسټمونه کولی شي د پرسونل خطرونه کم کړي او جنګي ځواک وساتي:
"زه غواړم د یوه سرتېري پر ځای یو سیسټم ولېږم. "
د دغو سیسټمونو د چټک پلي کولو او نږدې همغږۍ غوښتنه د یوې بلې غونډې پر مهال هم تکرار شوه چې پکې بحث پر و چې راڅرګندېدونکې ټکنالوژۍ څنګه کولی شي په جنګي ځواک کې ستر بدلونونه راولي.
په دې اړه د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي پاتریک هاریګن وویل چې پوځ باید د نوو وړتیاوو په ترلاسه کولو او مدغم کولو کې لا چټک حرکت وکړي.
هغه د ارزانو ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د بېپیلوټه الوتکو او خپلواکو سیسټمونو د پراخېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا وسایل کولی شي د جګړې ډګر او بڼه بدله کړي او د دودیزو ځواکونو رول له ننګونو سره مخ کړي.
هغه وویل چې د هغه لپاره دا سخته ده چې امریکا به په راتلونکي کې د اوکراین د اوسني ډول جګړې په څېر یوې جګړې ته ننوځي، او استدلال یې وکړ چې راتلونکي امریکایي عملیات به د پرمختللو ټکنالوژیو او مدغمو سیسټمونو پر لا زیاتې کارونې متکي وي.
د امریکا د پوځ ډګروال ویلیم ټیلر وویل چې په خپلواکو سیسټمونو پورې به د قوماندانانو باور هغه مهال زیات شي کله چې دغه سیسټمونه په عملي ډګر کې خپل اغېزمنتوب ثابت کړي.
هغه د راتلونکو پوځي وړتیاوو په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د رول په اړه هم خبرې وکړې.
بهاونیت سنګ، چې د امریکا د پوځ د جنګي وړتیاوو د پراختیا قوماندانۍ د وسلو او سافټویر مرکز سرپرست اجرائیوي رئیس دی، وویل چې د راتلونکي جګړې اغېزمنتوب به تر ډېره په یوې واحدې وسلې پورې نه وي تړلی، بلکې د سنسرونو، سافټویر، مخابراتي شبکو او وسلوالو سیسټمونو د نښلولو او همغږۍ په وړتیا پورې به اړه ولري.
هغه زیاته کړه چې راتلونکي سیسټمونه باید وکولای شي هدفونه کشف کړي، په رقابتي او جنګي چاپېریالونو کې معلومات په چټکۍ انتقال کړي، او قوماندانانو سره مرسته وکړي چې مناسب ځواب وټاکي؛ که هغه دقیق مهمات وي، اوږد واټن ویشتونکي وسایل واوسي، هایپرسونیک وسلې وي، لېزري سیسټمونه یا نور اغېزمن اقدامات وي.