د امریکا پوځ وایي د "خپل ځان دفاع" په خاطر یې په ایران بریدونه پیل کړي

د متحده ایالاتو پوځ سه شنبه جون نهمه ویلي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښونه یې په ایران باندې د "خپل ځان څخه دفاع" په خاطر بریدونه پیل کړي کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دا بریدونه یې د هرمز په تنګي کې د ایران لخوا د یوې امریکایۍ پوځي چورلکې نسکورولو په غبرګون کې کړیدي.
سنټکام ویلي چې دا ماموریت د ایران تیري ته "متناسب او توجیه کیدونکی" ځواب دی.

د برید څخه یوازې څو ساعته وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ایران رژیم د امریکا د پوځ یوه پرمختللې اپاچي چورلکه چې د هرمز په تنګي کې یي ګزمه کوله، ویشتې ده.

ټرمپ په ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و چې د چورلکې دوه پیلوټان خوندي دي او ژوبل شوي نه دي.

جمهور رئیس ټرمپ لیکلي و چې، "متحده ایالات د اړتیا له مخې باید دې برید ته ځواب ووايي."

په ایران باندې په تازه بریدون کې د مرګ ژوبلې په هکله د دې راپور تر خپریدو پورې معلومات ندي ورکړل شوي.